نظم
دکربلا الهام
Gul Pacha Ulfatکله کله توره شپه کښې فضا ډېره ظلماني شي
بحراني مهيب حالت وي هوا ډېره طوفاني شي
توری وريځی راخپرې شي پکښې ورک شی اسمانونه
آپتونه راورېږي خطرناک شي بارانونه
سيلابونه را روان شي سر او مال وي په خطر کښې
اضطراب وحشت او ډاروي زړه کښې سترگو کښې په سرکښې
سياسي فضا شي خړه تندريزه اومهيبه
ډار حاکم فکر محکوم وي ژوند بې خونده بد نصيبه
ابوالهول يزيد پيدا شي چې د خلکو باسي زړونه
ورسره په کربلا کښې يو بلا مصيبتونه
هيبتونه دهشتونه مسلط وي په هر چا
هر سړی وي وارخطا چې مهيبه وي بلا
هره خواوي تورتمونه عقل فکروي حيران
چاره ورکه وي هر چاته بېچاره ښکاره شي ځان
نشاط نه وي په حيات کښې دخندا قحطي گراني وي
عذابونه عتابونه فشارونه مجاني وي
مايوسي پرېشاني وي خوښي نه وي په عالم کښې
بلبلان باغ کښې کړېږي وي اورونه په شبنم کښې
د غضب حکمراني وي خو له خندا نه جوړېږي
هر ساعت يې قيامت وي هر يوزړه کښې پټ ژړيږي
هېڅوک هېڅ نشي ويلی جرئت سلب شي له هر چانه
جهان هر چا باندې تنگ شي له هرلوري هرې خوا نه
داسې ډېر بد بد حالونه په انسان باندې راغلی
زلزلې او طوفانونه په جهان باندې راغلی
په همداسې سخت ساعت کښې پيدا شوی لوی کسان
چې ځان نه سپاري طوفان ته اوسپرېږي په طوفان
د طوفان په سرنوح کېښود د بشر د بقا پند
د تدبير عزم په مخکښې طوفان کله گرځي خناء
که هر څومره لوی طوفان وي عمر يې لنډلکه ظالم وي
دنوح عمر يې نصيب شي چې طوفان باندې حاکم وي
خاوندان دارادوتل په جرئت مومي نجات
له خطر سره جنگونه حقيقت دی د حيات
نمرودان سوزوي اور کښې که دعصر ابراهيم
حق پالونکو ته نه ښايي چې باطل ته شي تسليم
که يزيد په کربلا کښې ظلم کړي له حده تېر
شهامت به دحسين څوک تر قيامته نکړي هېر
يزيد نوم داستبداد دی د سمبول په حيث جهان ته
حسين ډېر اعلی مثال مسلمان اهل ايمان ته
ظالمان د يوه کور دی که عرب وي که عجم
وي ابولؤلؤ که شمر که رحمن ابن ملجم
يو ظالم دی چې په يونوم او په بل نوم مسمی شي
سکندر وي بياچنگيز شي بياتيمور يا اتيلا شي
په يزيد باندې وريږي تر قيامته نفرتونه
د حسين په غم کښې ژاړي جهانونه عالمونه
که جابر چنگيز هر څومره په قدرت دی مشهور شوی
خو بياهم جلال الدين ته په ستاينه مجبور شوی
هلاکو بد گڼي هر څوک چې قاصد وه هلاک
هټلران هر چا گڼلی دښمنان د ژوند و ژواک
د دجلې رودظالمانو د انسان په وينو سور کړ
په وحشت بربريت يې جهان خلکو ته تنور کړ
هغه څوک و چې يې جوړې د سرونو منارې کړي
چا ودان ښارونه وران کړه تر ېنه جوړې يې ميرې کړي
چا دې سوی په اورونو بشري تمدنونه
چا وژلی دی فکرونه چا تباه کړه هنرونه
څوک د قهر قهرمان وپه باميانو څه تېر شوی
غلغله کښې چې څه شوی دجهان کله هېر شوی
څنگه راغی څنگه لاړه له جهانه سکندر
څه يې وکړه دلته هلته ورشه وپوښته خيبر
عجيبه غوندې جهان دی عجيبه يې دي کارونه
کله وران کله ودان کړي قدرتونه هېوادونه
سقراط فخر د يونان ؤ د يونان قدرت محکوم کړ
په زندان کښې يې د زهرو په پياله باندې مسموم کړ
اصلي کور د فلسفونو فيلسوف لره زندان
يونان ولې سقراط وژني سقراط ژوند دی د يونان
په فرمان د روم مسيح دی په سولی خېژول شوی
اوس مرک زد مسيحا دين د لوی پاپ دی گڼل شوی
دغه راز کارونه اوس هم په بل رنگ او بل عنوان شته
په بل نوم بله څېره کښې جهانسوز جهانگيران شته
په دې ځمکه نه مړېږي ددې عصر ناپليون
لاس يې واچاوه اسمان ته اوس سپوږمۍ ته لري يون
سل چنگيزه دی پټ وی داتوم هره ذره کښې
د جم ډېر جامونه گوره رادار په آئينه کښې
ورانولو ته جوړيږي د دنيا عمارتونه
تباهۍ ته خدمت کاندی دې عصر تخنيکونه
استعمار کله ورکېږي جامه شکل يې بدلېږي
استبداد په نوی بڼه سياست لره ځوم کېږي
په دې څه که د ظالم نوم ايښی پلار وي رحيم خان
په ښه نوم کله ښه کېږي چې يې خوی وي د حيوان
حقيقت خونه بدلېږي که ظلمت وبولو نور
د هلک په جامه کله هلک کېږي دچا لور
له تيارو سره رڼا وي همېشه لاس و گرېوان
په هر وخت کښې په جگړه وي اهريمن سره يزدان
ظالمان په ايماندارو نشي کړی حکمراني
دظالم ظلم ته غاړه کله ږدي مسلماني
غرقيدونکی دي غرقېږي که فرعون دی که قارون
چې پيدا شي په ولس کښې يو موسی او بل هارون
دنمرود امرته غاړه نه ده ايښی ابراهيم
د فرعون قدرت ته کله تابع شوی دی کليم
اسلام نه مني هيڅ کله د يزيد متابعت
حسين سرشي ورکولی نه لاسونه دبيعت
محمد او مومنانو کول ځکه جهادونه
چې دخدای په لاره سم کړي دا بې لارې قدرتونه
داسلام روح دی جهاد ناروا سره عناد
حمايت دمظلومانو ورکول دهر فساد
هغه کله مسلمان دی چې خر کېږي د دجال
وظيفه دمسلمان ده له دجال سره جدال
چاچې يو قدرت منلی په جهان کښې د الله
اصلی کاريي دی جهان کښې جهاد فی سبيل الله
مومن کله شي منلی يو مطلق آمريت
اوالامر داسلام دی مقيد په شريعت
په هغو تل مسلط وي ظلم جبر قهر زجر
چې په ظلم کوي صبر او له خدايه غواړي اجر
مکلف په مشوره دی اولوالامر د اسلام
بې نيازه مشورې نه کله وخيرالانام
حقيقي مسلمان نه دی دا ايمان څه ايمان نه دی
چې حسين غوندې يزيد ته ټينگ ولاړ په ميدان نه دی
اسلام نر دی او نرتوب دی شهامت زړورتوب دی
نه ژړا نه انگولا ده نه دظلم مرئيتوب دی
په يوازې ژړا باندې حسين کله خوشحالېږي
پيروي د حسين وکړه که حسين دې ډېر خوښېږي
يزيدان څومره ډېر شوی يو حسين نشته جهان کښې
دجهاد درس چا وانخيست مهجور پاتې شو قرآن کښې
ومنل مسلمانانو داسلام اسان امرونه
سرسايه ورکوي خدايه! نه د حق لار کښې سرونه
نوافل يې دی ټينگ کړی واجبات يې دی هېر کړی
نوريې هر څه دی ترک کړی او رادونه يې ډېر کړی
داسې خواره زاره نه وه حقيقي مسلماني
څه شوه چېرته لاړه هغه د ايمان قهرماني
مسلمانه! باايمانه دا غريب دين معتبرکړه
په دين سرورکړه او دين بيا د پخوا په شان سرور کړه
انتقام د حسين واخله د خپل عصر له يزيده
ورک د ځمکې خدايان کړه الهام واخله له توحيده
حسين تويې کړلې وينې ته يوې اوښکې تويوې
ځای د وينو اوښکو وينو څه يې وکړه څه کوې؟
راشه! بس کړه ژړاگانې ظالمان وژړوه
حسين ظلم قبول نکړ ترې مظلوم مه جوړوه
د هغه سر، سرلوړی د دنيا چت نه اوچته
چې په مرگ يې ځان خلاص کړی د ذليل ژوند له ذلته
په حسين باندې مه ژاړه په هغه مظلوم و ژاړه
چې ظالم ته ټيټوي سر مظالمو ته ږدي غاړه
د ژړا د واويلا دي دکوفي مسلمانان
جلادان د اهل بيتو د يزيد خاص بندگان
دمسلم په حال به ژاړو څنگه و څنگه شو خدايه
د بوم سوری ته پناه وړي ښه يې بولي له همايه
د يزيد فرمان مني او نه مني دخدای قران
د اسلام منبر ته وخوت خجالت د مسلمان
مدينه کښې خونرېزي کړي په مکه وړي يرغلونه
د علي او امامانو کنځل ځای شوه منبرونه
قرآن منع مسلمان کړ دکفارو له کنځلو
خطيبان يزيد مجبور کړه علي ته په پوچ ويلو
ژاړه ژاړه مسلمانه د مسلم په داسې حال
د صديق ، عمر مقام کړ يزيدانو چې پايمال
د عمر وينو ته تږي چې وه فتنه الکبرئ
کربلا کښې شوه هر گوره لکه طامت الکبری
په وېښته د محمد يې ورکول چې خپل سرونه
د حسين سروړی يزيد ته نن د هغو اولادونه
څومره فرق څومره ژر راغی مسلمانه ستا په حال کښې
چې هېڅکله گرځېده نه د چا فکر د چا خيال کښې
نن اسلام خدايږو شرمېږي په عمل د مسلمان
په تش نوم باندې مومنه! داسې کله و ايمان
سياست اسلامي نه وي که اسلام وي سياسي
سياست د دين خدمت کښې سياست دی اسلامي
د قسم د پاره ساتي قرآن کور کښې قرآن خور
اديرو کښې لوستل کېږي قبر باندې د سود خور
په ژوند هېڅ کله کارترېنه ناخلي خوپه سقاط کښې وېشل کېږي
د رنگ ساعت ته چې مړ کېږي نو يسين پرې لوستل کېږي
دا د خدای کتاب چې کړه يې را ژوندي مسلمانان
جنازو سره يې وړي اوس هديروته بډايان
د اسلام ډيوه چې مړه شي د زيارت ډيوه بلېږي
د بې روحه اسلام قدر ځکه ورځ په ورځ زياتېږي
په ژوندی حسين څه وشوه؟ دمزار قدريې گوره
په همدغه ځای الفته! داخبره پرېږده نوره