نظم
دلته شته بل چېرته نشته
Gul Pacha Ulfatد سېلاب مخه چې د شگو په بندونو تړي
ژبې او خولې د ملايانو په دمونو تړي
د رنځورتبې په ټوټکو خامو تارونو تړي
بل چېرته نشته دلته شته داکرامت پښتونه
چې وران ويجاړ جهان مشرانو ته ودان وښيي
چې طوفانو نه، زلزلې آرام جهان وښيي
صادقان تور کړی خاينان ډېر صادقان وښيي
بل چېرته نشته دلته شته دا مهارت پښتونه
د دين پرده کې چې د عيش عشرت دينا کړي پټه
د دنيا ناوې چې خرقه کې د گدا کړي پټه
نفس پرستي چې په جامه کې دتقوا کړی پټه
بل چېرته نشته دلته شته دارياضت پښتونه
وې بېسواده دمکتب معلمي به کوي
ليکل يې نزده دبيري محرري به کوي
ايشيا يورپ نه پېژني کار سياسي به کوي
بل چېرته نشته دلته شته دا لياقت پښتونه
يوه ذره نقصان پخپل شان کې ليدلی نشي
هېڅ اعتراض پخپل کار باندې قبولی نشي
هر څه چې کړي څوک پکې خو قدر ويلی نشي
بل چېرته نشته دلته شته دا سياست پښتونه