نظم
دمعارف ترانه
Gul Pacha Ulfatد جهل دوره تېره شوه دا عصر د عرفان دی
بې علمه ژوندون گران دی
لښکر د معارف يو لوړ زمونږ نام ونشان دی
بې علمه ژوندون گران دی
زمونږ گرانه وطنه د امو عهد او پيمان دی
بې علمه ژوندون گران دی
لوی شوی يومونږه واړه خپل وطن راباندې گران دی
بې علمه ژوندون گران دی
په لور د ترقۍ ځو رهنما زمونږ قرآن دی
بې علمه ژوندون گران دی
په حق پسې روان يو - د علم پتنگان يو
د جهل دښمنان يو
په زده کړه او ښودنه - د حق کووپالنه
د خپل وطن روزنه
دعلم په ځانگو کښې - دعقل په کوڅو کښې
په غېږه د پښتو کښې
روان مخ په رڼا يو- مين په اعتلا يو
د هر مرض دوا يو