نظم

دوه ماموران

Gul Pacha Ulfat

زمونږ په محله کښې يو دوه کوره ماموران دی

تنخواه او په رتبه کښې څه فرق نلري يو شان دی

خوراک د يوه هره شپه نری وريجې چرگان دی

دورځې کبابونه سالنونه نور شيان دی

د بل مامور په کور کښې ماشومان گورم چې ژاړي

پخ کړی يې پيتي وي دوی ښوروا له موړه غواړي

سل رنگه نعمتونه د هغه کور کښې پخېږي

مېوې لمدې او وچې پکښې هر وخت پيدا کېږي

د ښار مامورين واړه دهغه کور کښې عذرېږي

د ښې ډوډۍ صفت يې مجلسونه کښې تل کېږي

سهار يې په کاله کښې پراټې شودې، هگۍ وي

په هره ورځ پېروي شير چايونه په جرگۍ وي

دا بل مامور کره کله سابه کله ښوروا وي

په مياشت کښې دې يو دوه ځله نرۍ وريجې رواوي

مدام د پوروړو، ور سره غم و سودا وي

يوه تنخوا تربلې نه رسېږي حال يې دا وي

هغه څنگه مامور دی ددې بل ولې داحال دی

د غور خاوندانونه زما دا رنگه سوال دی

په کار او لياقت کښې دې هغه ځنې بهتر دی

هغه په پېسو باندې په هر ځای کښې معتبر دی

پخپلو سوغاتو په لويو خلقو زورور دی

رشوت په رشوتونو هضموي دا يې هنر دی

کارغه دې خوري مرداري هريو وايي چې بلبل دی

د پوهې صفتونه يې کوو مگر جاهل دی

د خپل آمر په مخکښې نه پوهېږم څه پرې کېږي

سم نشي درېدلی ډېر کږيږي او ټيټيږي

سرټيټ غاړه کږه شي لاس سينې نه نه بېلېږي

اوضاع او حرکات يې ټيټ او پست رامعلومېږي

زمونږ په مامورينو کښې دا رنگه ماموران شته

په دغو صفتونو مديران او حاکمان شته

راځئ هغه مامور او دا مامور سره جلا کړو

دا يو هر ځای کښې وستايو دا بل هر ځای رسواکړو

د ښو بدو تميز وکړو د حق جذبه پيدا کړو

لايق او نالايق وپېژنو وطن رڼا کړو

تر څو به پټوو سترگې په دغسې کسانو

قلم پسې راواخلئ د وطن ويښو ځلميانو