نظم
دوهم واده
Abdul Bari Jahaniپه هغه شپه كليواله سوه ارزانه
چي له ښاره را واده سوه مسته ګرانه
لا په كلي كي روان وه اتڼونه
چي د ګراني او ارزانى سول جنګونه
په كلا كي لا تمام نه وه جشنونه
چي د خان پر كور نازل سوله غمونه
هره شپه د خان پر خونه باندى غم و
هره ورځ به ورته جوړ نوى ماتم و
هره ورځ په كور نوې ننداره وه
د دوو بنو پر هر څه باندى جګړه وه
له جنګونو څخه خان هسي نالان سو
جنت كور ورته دوږخ ګزران يې ګران سو
له ناكامه به روان سو په ښكارونو
په مزلونو د دښتونو جګو غرونو
له مېلو څخه كلا ته چي به ستون سو
هغه آش هغه كاسه پوخ يې لړمون سو
پر كلا د ښارۍ جوړه پاچهى وه
كليواله لكه مينځه دا بي بي وه