نظم ډانډت Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې نۀ خوند لری نۀ جوش، نۀ سرور اؤ نۀ خمار تش نومونه اغشتل وی، د جنون اؤ د دلدار 02 تش بې خونده گړوبے دے، ډېرانونه د تنظيم کۀ هر جام کښې دغه شے وی ځم کرم ځان له افيم 03 چې هر ټکے ئې شمکور وی، ځی گډے گډے هر تال هر يو خيال وئی تيندکونه، نه دُلکی، نۀ ټکه چال 04 څۀ ضرور وۀ کجے خر دې، د عربو په سيال پرېښود د شاعر دخيال لېلی له دې په سترگه کښې خال کېښېود 05 دې وينا نه خو چپ ښۀ وے، ښکارېدلے ښه اوښيار ولې پوئې دې که جهان چې ستا خُمار وۀ گليخار 06 ښۀ تکړۀ شه غږوه ئې تاته ښکاری چې شرنگار خو کاسه ئې گڼه ماته اؤ بې سُره دې هر تار 07 اؤ والله کۀ زۀ پرې پوې شوم چې ډانډت دے کۀ ستار Dictionary meaning × Headword