نظم
ډانډت
غني خانچې نۀ خوند لری نۀ جوش، نۀ سرور اؤ نۀ خمار
تش نومونه اغشتل وی، د جنون اؤ د دلدار
تش بې خونده گړوبے دے، ډېرانونه د تنظيم
کۀ هر جام کښې دغه شے وی ځم کرم ځان له افيم
چې هر ټکے ئې شمکور وی، ځی گډے گډے هر تال
هر يو خيال وئی تيندکونه، نه دُلکی، نۀ ټکه چال
څۀ ضرور وۀ کجے خر دې، د عربو په سيال پرېښود
د شاعر دخيال لېلی له دې په سترگه کښې خال کېښېود
دې وينا نه خو چپ ښۀ وے، ښکارېدلے ښه اوښيار
ولې پوئې دې که جهان چې ستا خُمار وۀ گليخار
ښۀ تکړۀ شه غږوه ئې تاته ښکاری چې شرنگار
خو کاسه ئې گڼه ماته اؤ بې سُره دې هر تار
اؤ والله کۀ زۀ پرې پوې شوم
چې ډانډت دے کۀ ستار