نظم
دپلار توره
Gul Pacha Ulfatپه چت کښې وينم زړه توره د پلار
د بابا گانو او نيکونو يادگار
توريالی نشته چې څه کار ترې واخلي
توره يې قدره شي چې نه وي تورمار
له تيکی ډېر عمر وتلی نه ده
اوس له نظره غورځولی روزگار
آب و تاب نلري جوهر نلري
بې آبه ځکه شوه چې نه ده په کار
يو وخت يې ډېر شان وشوکت درلوده
تېره خنجر ونوم يې وذوالفقار
دغسې نه وه چې دا اوس يې وينم
په ډېرو زړونو کښې يې ايښی و ډار
د غليم سترگه سوزېده ورځنې
په غزاگانوکښې يې نه ومدار
اوس دلرگی په شان په چت کښې ايښی
نه ويني خوب کښې هغه ليل ونهار
هېڅ په کار نه ده وخت يې لاړه تېر شه
خوته يې بوله تاريخي افتخار
چې زمانې نه څوک شي روسته پاتې
شي تاريخي افتخار دغسې خوار