نظم
دُعا
Ghani Khanاے د حسن اؤ نور دريابه! ماله يؤ ټکے د نور را
سترگې ډکې د خندا را، شونډې ډکې د سرور را
زۀ دې خپل وړوکی زړگی له يوه نخښه د يار غواړم
اے دحسن اؤ نور دريابه، ماله يوټکے د نور را
دې تک تور د غم محل په يو بڅری د رڼا را
سترگې ډکې د خندا را، شونډې ډکې د سرور را
دې مستی اؤ دې ارمان يو تصوير دجانان راکړه
ستا په مينه نازېدل را، ستا په ښکلی مخ غرور را
دې دخود سوې باغچې له ، يوه وعده د بهار غواړم
زۀ دا نۀ وايم چې جنت را، زۀ دا نۀ وايم چې طور را
د دې خوب اؤ سا اؤ وخت اشاره د تعبير راکړه
ماله زړۀ دبادشاهانو، اؤ سينه د يو فقير را