شعر
ځمکه تمامه شنه بخملي ده نوی بهار دی دکال ځواني ده
Gul Pacha Ulfatدا زوړ جهان چې بیرته ځوان شو اغیزه ټوله دپسرلي ده
ځمکې په خپل مخ ایښي ګلونه ونو په غاړه کړه امیلونه
دکال ځواني ده وطن سمسور دی خوشحاله ګرځی ځلمي او نجونه
سحر سبا دی غوټۍ غوړیږي دګل په پاڼو شبنم ځلیږي
عجب احوال دی نن په ګلشن کې
ګلونه خاندي بلبل کړیږي