غزل
عشق مې محتاج دهېڅ هنر ونه ليد
Hamza Shinwariعشق مې محتاج دهېڅ هنر ونه ليد
برق مې حصار په بال و پر ونه ليد
حيف په ژړا کې مې اثر ونه ليد
ژاړي اثر چې ما اثر ونه ليد
چې کږې وروځې د اشنا نه وينم
ځکه هلال مې داختر ونه ليد
دعشق په خوب کې مې چې خوب وليدو
د ځان په تن باندې مې سر ونه ليد
برق نظر د بېنوا چې راغی
حمزه وجود مې د عنصر ونه ليد