غزل

عشقه چې شو خپل درنه صفات غلط

Hamza Shinwari

عشقه چې شو خپل درنه صفات غلط

ځکه دې ښايست شولو په ذات غلط

هر څه دې منمه خو وجدانه ته

تل يې د ښايست په التفات غلط!

څو چې مينه رنگه د حسن وانخلي

هومره ددې دواړو ملاقات غلط

حسنه څه خبر وم چې طالب ته يې

خدايږو شومه ستا په عنايات غلط

شېخ د صهبا سره چې سم نه يې

غږ دې شولو خور د کرامات غلط

غم به شي غلط په نندارو صحيح

څنگه به منزل شي د اوقات غلط

مخ چې صراحي ته زه حمزه کړمه

راشي په دې کار مې، شي برسات غلط