غزل
عشقه واخله د هنر ځپلي راغله
Hamza Shinwariعشقه واخله د هنر ځپلي راغله
د زنځير نه د خرد وتلي راغله
ته د بڼو د لاندې گورې خو پوهېږم
چې نازونه دې ليندې راښکلي راغله
ښه شوه دا هم غنيمت دی چې ورک نه شول
ارمانونه که لمن څنډلي راغله
باڼه زلفمې دې يرغل کاندي په سيمه
ای زړگيه ډېر سپاره او پلي راغله
شمعې اوس يې چې سېځې دا خو ايرې کړي
پتنگان خو ستا موسکا بللي راغله
گټندويه شول دعشق په جوارۍ کې
څوک چې پنگه د هستۍ بايللي راغله
چې تورن د محبت وو په دنيا کې
و عقبی ته هغه سپين سپېڅلي راغله
اوس خو بويه چې پخپله دتا وار شي
چې غمونه دې څو ځل راغلي راغله
نن دې درمند د ادب ته حمزه گوره
ستا فصلونه پروني کرلي راغله