نظم
فکر او کار
Gul Pacha Ulfatچې له لرې سړی کاندي سنجشونه
کارته نه رانزدې کېږي کړي فکرونه
له دې فکر او سنجشه پيداکېږي
دماغونو کښې سودا زړو کښې غمونه
بې له فکره چې څوک کار کړي خوشې زيار کړي
چې بې کاره کړي فکرونه ځان به خوار کړي
چې عمل اوفکر يو له بله بېل شي
عمل خوار شي فکر ورکه سمه لار کړي