نظم
فرد او ملت
Gul Pacha Ulfatپه زرگونو کلو ژوند کړي ملتونه
په قرنو قرنو ځلمي وي ولسونه
د افرادو دعروج هسې مثال دی
لکه وي چې دريابونو کښې موجونه
په اسلام کښې فرد تابع دجمعيت دی
د ملت اجماع قانون د شريعت دی
پس دخدای او د رسول له امر ونهی
د ښو بدو معيار فکر د ملت دی