نظم

فضيلت

Gul Pacha Ulfat

فضيلت انسان علم اوعمل دی

که په سر يې پټکی شال او که ململ دی

په چپن او بالاپوش ونه غولېږی

ما د لنگ څښتن ليدلی مکمل دی

دهر چا معنی ته گوره نه لباس ته

ما د ښه لباس خاوند وليد مهمل دی

فضلاوته په ښه سترگه تل گوره

اغوستن يې که خمتا او که بخمل دی

افتخار په مال او عار له فقره نه کا

د کمال خاوند په هر صورت افضل دی

همېشه په ښه سيرت سړی ښه ښکاري

په صورت باندې که زېړ او يا شډل دی

د افکارود تجلی يې نه ورکېږي

د چا زړه کې چې چراغ د علم بل دی

په تورتم کې دې هغه سړی وي وړاندې

چې يې لاس کې د عرفان ښايسته مشعل دی