نظم غمونه Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په خندا د سرو غوټو کښې د خزان سلگۍ پنهان 02 مستې سرې شونډې مسکۍ زر کړې خداې وچې په گريان 03 يو قطره ئې مستی وکړه ښکاره رنگ ښائسته شادان 04 خو دننه ئې ادم جوړ کړو د غمونو قبرستان 05 اوه زما وړوکی زړۀ کښې دی غمونه په شان شان 06 يو دے غم چې د رب خوښ وی هغه غم دے د ايمان 07 يو دے غم د قام ننگ خوشحالی ترې شه قربان 08 يو دے غم چې څۀ غم نۀ دے بهادر ته غم د ځان 09 يو دے غم چې سړے سپے که هغه غم دے د خپل ځان 10 يو دے غم چې ښۀ ترې نشته غم د شان د خاندان 11 يو دے غم چې مړ ژوندے که غم د قام د نوم نشان 12 يو دے غم د شاعرانو غم د مزکې د اسمان 13 يو دے غم د بادشاهانو غم دخوار د بې زبان 14 يو دے غم د بې غېرتو په پښتو کښې د تاوان 15 خو يو غم تريخ د دې واړو دے اخته زما په ځان 16 نۀ په دم نۀ په عمل ځی نۀ ئې دارو شته نۀ درمان 17 په ځوانۍ غنی کړم کړۀ غم د سترگو دجانان Dictionary meaning × Headword