نظم
غمونه
غني خانپه خندا د سرو غوټو کښې
د خزان سلگۍ پنهان
مستې سرې شونډې مسکۍ زر
کړې خداې وچې په گريان
يو قطره ئې مستی وکړه
ښکاره رنگ ښائسته شادان
خو دننه ئې ادم جوړ کړو
د غمونو قبرستان
اوه زما وړوکی زړۀ کښې
دی غمونه په شان شان
يو دے غم چې د رب خوښ وی
هغه غم دے د ايمان
يو دے غم د قام ننگ
خوشحالی ترې شه قربان
يو دے غم چې څۀ غم نۀ دے
بهادر ته غم د ځان
يو دے غم چې سړے سپے که
هغه غم دے د خپل ځان
يو دے غم چې ښۀ ترې نشته
غم د شان د خاندان
يو دے غم چې مړ ژوندے که
غم د قام د نوم نشان
يو دے غم د شاعرانو
غم د مزکې د اسمان
يو دے غم د بادشاهانو
غم دخوار د بې زبان
يو دے غم د بې غېرتو
په پښتو کښې د تاوان
خو يو غم تريخ د دې واړو
دے اخته زما په ځان
نۀ په دم نۀ په عمل ځی
نۀ ئې دارو شته نۀ درمان
په ځوانۍ غنی کړم کړۀ
غم د سترگو دجانان