نظم

غلط فکر

Gul Pacha Ulfat

وران کار به ودان گڼې دلته که اوسېږې ته

حق ويل به زيان گڼې دلته که اوسېږې ته

ورځې ته به شپه وايې چا که ورته شپه ويلی

تور به سپين شيان گڼې دلته که اوسېږې ته

هېڅوک ملامت نه دی وران که ټول کارونه شي

خپل قسمت به وران گڼې دلته که اوسېږې ته

ټيټ خلق به جگ گڼې ناست که په جگ ځای کې و

ځمکه به اسمان گڼې دلته که اوسېږې ته

هر چا چې هر څه کول ته به صفتونه کړې

هر يو به لقمان گڼې دلته که اوسېږې ته