نظم

غنا او فقر

Gul Pacha Ulfat

غنا : راسره شته دی ډېر نعمتونه

له ما پيدا دی واړه عيشونه

ښايسته زېوريم زه دخوبانو

تاج و افسر يم د پادشاهانو

بر بنډ انسان ته ښايسته لباس يم

د ښکلو هار کې ښکلی الماس يم

وی دپاره آب حيات شم

فقير د پاره خيرو خيرات شم

په هر نظر کې زما عزت شته

د هر چا زړه کې شوق د ثروت شته

بې ماچې گورې انسان فقير دی

په هر مجلس کې خوار وحقير دی

د علم قدر په ما زياتېږي

بې له ماپوهه بې قدره کېږي

معمار د ملک او د مملکت يم

که څوک پوهېږي ډېر لوی قوت يم

اصلي مقصديم زه په هر کار کې

په هر تدبير کې په هر کردار کې

ماپسې سعيه کړي عالمونه

زما دپاره دی کوښښونه

غايه د علم او د کمال يم

قيمت د حسن او د جمال يم

څوک مې جنت ته دلارې پول کړي

څوک دوزخونه په ما قبول کړي

تاج محل گوره زما يادگار دی

ورته ورکړی ما څه سينگار دی

شړۍ بدله زه په ښه شان کړم

ناسيال انسان زه د هر چا سيال کړم

عيبونه پټ کړم په ښو جامو کې

نفرت کړم محوه د خلقو زړو کې

بډای ته هر څوک په قدر گوري

خلق رامات وي دده په لوری

څوک يې خدمت کړي څوک يې ثنا کړي

فقيران ده ته ښې ښی دعا کړي

څوک يې تابع شي د احسانونو

څوک ورته گوري په اميدونو

غنا په فقر حکومت کاندی

بډايان لوړوي په نورو باندې

راسره شته دی ډېر عزتونه

په ما سمېږي واړه کارونه

په خزانو مې فخر شاهان کړي

جگړې جنگونه په ما انسان کړي

فقر: که په گنج د شاهۍ فخر شهريار کا

فقيران له هسې فخره ننگ او عار کا

دنياگۍ ورته حقيره معلومېږي

عارف ځکه له دنيا نه ځان کنار کا

ماتوي بتان د زرو په جهان کې

هغه څوک چې فقر باندې افتخار کا

د نظر خاوندان نه شي غولولی

د دنيا ناوې که هر څو ځان سينگار کا

تش نظر اوالتفات هم ورته نکړي

دالولۍ که سل جلوې او شرنگهار کا

دمېړونو افتخار په نور څه بويه

ښځې فخر تل دسرو زرو په هار کا

د انسان نظر چې لوړ ښې تر افلاکو

نظر کله په درهم او په دينار کا

مال دولت ته چې سجدی: کړي مالداران دی

فقيران کله داهسې رنگه کار کا

انسان خدای سره په جنگ جگړو اخته کړی

بډايي له سړی ورکه سمه لار کا

د دنيا په ميوومست او ړوند و کوڼ شي

عيش عشرت سړی بد کار او بد کردار کا

فضيلت نه سړی لرې کړي هر گوره

رذالت شهوت رانۍ ته يې تيار کا

چې په مال او دولت نه شي څوک بې لارې

آفرين يې په همت او کاروبار کا

دنيا ښه ده مگر فخر لره نه ده

چې مغرور په مال دولت شي ځان به خوار کا

ډېره ښه ده که په ښه لار کې صرفېږي

ډېره بده ده که جوړ ترېنه رڼا رکا

عاقلان يې وسيله واسطه بولی

ناپوهان يې لياقت لره معيار کا

که دنيا نه جوړ هر څومره ښه لباس شي

ترېنه هغه خوا نظر الوالا بصار کا

فقر هر وخت غلبه په غنا مومي

فرعونان او قارونان دغه اقرار کا

چې انسان په غنا مست او بې خبر شي

هغه فقر دی چې بېرته يې په لار کا

خرقه پوشو په خرقه کې دی موندلی

هغه خط چې په دنيا کې دنيا دار کا