نظم
غزل
Abdul Bari Jahaniهغه ګرېوان چي له ازله د ګنډلو نه وو
جنون يې هم د زولنو د ټينګېدلو نه وو
د ارمانونو پر ساحل مي بېړۍ ډوبه سوله
بيده قسمته دا ګودر د غرقېدلو نه وو
چي بېخبره دي رخصت سوم له حضوره څخه
د عزرائيل خاموش پيغام د اورېدلو نه وو
د دار پر سر که مي نارې د انالحق وهلې
شيخه معذور يم هغه سر ستا د ويلو نه وو
يوازي ما د خپل جانان قولونه واخيستله
دا کوه طور د فرعونانو د ليدلو نه وو
زه په لمبو کي سوځېدم جلوه مي وليدله
هغه مقام د هر خامبازه د ورتللو نه وو
چي جهاني يې د پېړيو په وعده اوبېږي
خواره زاهده هغه جام ستا د چښلو نه وو