نظم
غزل
Abdul Bari Jahaniخدايه كوم لوري ته ځمه نه د ځان نه د جانان يم
نه له ښكليو ياغي سوى نه د زلفو بندېوان يم
زړه مي ځي د ساقي كور ته آيينه مي بولي ګور ته
ما د مني رنګ اخيستى نيم بوډا يمه نيم ځوان يم
نه مي ږغ چاته اشنا دى نه سندري مي څوك اوري
له منزله ناخبره كښېوتلى په كاروان يم
له رحمانه مي زده كړى متانت د دروېشانو
په بهار او په خزان كي مستقيم په خپل مكان يم
دا يوه شېبه هستي مي د نېستى په نوم راوړې
لكه اوښكه درته راغلم په بڼو كي اوېزان يم
نه راتلل مي په اختيار وه نه په تللو مي خبر يم
د شبنم په دود راغلى د شبنم په دود روان يم
نه سندره سوم د ميني نه كيسه د نيمو شپو يم
نه فرهاد يمه د غرونو نه مجنون د بيابان يم
نه خليل سوم د اورونو نه خيام د محفلونو
نه منصور يم د دارونو نه د كاڼو په نښان يم
سر خرويي دي سوه په برخه ځه رهي سه لېونتوبه
د سكروټو پر سر يون دى د خيالونو جاله وان يم
مبارك دي سه خوبونه زلېخا لمن مي نيسه
د يعقوب د اوښكو پل يم رسېدلى تر كنعان يم
وزرونه مي راوړي چي تيار هغه د يار دي
نن يې وسوځه پانوسه زه چي خان يم په ياران يم
يو نصيب يو جهاني دى څو سندري د اغزيو
تريخ تاراج دى د غوټيو زه همزولى د خزان يم
يار چي له اغياره سره مل سو اوس به څه وايو
درد چي له پرهاره سره خپل سو اوس به څه وايو
ولاړو د شهيدو سفرونو له كاروان سره
ورك چي مو له سيوري سره پل سو اوس به څه وايو
موږ خو پسرلي ته د ګلونو كجكول ونيوى
اور يې د اوربل پر سينه بل سو اوس به څه وايو
خپل نصيب مي لاره پر سكروټو راښوولې وه
ورك مو له منزل سره مزل سو اوس به څه وايو
موږ په قافلو كي غبرګي سترګي پسي يو وړلې
ولاړى د يوسف كميس بدل سو اوس به څه وايو
ما تر كوه قافه پوري هر قدم شمېرلى و
خپل قسمت په لار كي راته غل سو اوس به څه وايو
ما لا جهانى زلمي كلونه ورته ايښي وه
ږغ مي په كوګل كي د اجل سو اوس به څه وايو
راځه زه به غزل درته ليكم ته راته ګوره
په تورو به دي شونډي مچوم ته راته ګوره
د زړه په شين محفل كي دي تصوير پيوندومه
په خيال كي به دي زلفي لوبوم ته راته ګوره
محفل ته مي راوړي نذرانه دي وزرونه
بورا رنګه به ځان كبابوم ته راته ګوره
پښېمانه مي تندى دى د ځوانۍ له سركښيو
محراب ته دي سجدې درپسي وړم ته راته ګوره
بوډى لاس به مي نيسي له ګلرخ ساقي جامونه
زلمۍ زلمۍ پيالې به تشوم ته راته ګوره
د عمر له دوږخه مي ځنځير درته راوړى
دانه دانه توبه مي ماتوم ته راته ګوره
ازل مي په غوټيو كي نصيب نه و ساتلى
سينه به په اغزيو سولوم ته راته ګوره
درځم له لېونيو وينو مست او رنګېدلى
جنون ته به مي كاڼي ژړوم ته راته ګوره
كاڼه به مي په چيغو كم غوږونه د وختونو
شين چتر د اسمان به لړزوم ته راته ګوره
وعده مي له فرهاده سره نوې كړه جانانه
تېشه مي پر تندي باندي در وړم ته راته ګوره
نصيب له جهاني سره جوړه يمه راوړى
زخمي سلګۍ په اوښكو اوبوم ته راته ګوره
ولاړل چي پرون يې د قسمت ماښام ته وخندل
نن په جګه غاړه يې منصور مقام ته وخندل
څنګه به په سرو سترګو د قتل ګناه وژاړي
موږ خو د خپل حق د انالحق پيغام ته وخندل
پرېږده محتسبه د خرقې د دوه رنګۍ جنت
موږ په يو رنګي كي دوږخي انجام ته وخندل
چا د انګوري شونډو مستۍ دلته راوړي يو
شرنګ مو د سندرو د كوثر و جام ته وخندل
راسه په رڼا كي د پرهېز جنازه وباسو
شيخ چي د منبر پر څوكه خپل كلام ته وخندل
رنګ د لېونتوب يې ايله نن په سترګو وليدى
خم په وچو شونډو كي چي زموږ خيام ته وخندل
ولاړى جهاني د خپل نصيب د قافلې سره
كرښو د تندي يې د ازل مرام ته وخندل
راځې چي پر دې لاره پيغامونه به راوړې
ځولۍ ته د خيالونو مي ګلونه به راوړې
زاهد مي په سبا سبا زلمي كلونه يوړل
ساقي توبه مي خرڅه كړه جامونه به راوړې
قسمته له يارانو په توپان كي يم بېل سوى
ساحل درڅخه وړى يم موجونه به راوړې
پوهېږم چي رانه غله اوس مى سترګي ورلېږمه
جنونه هوښيارېږم ځنځيرونه به راوړې
رقيب مي په سكروټو جنازې ته لار نيولې
رويباره تر مزاره سلامونه به راوړې
غرور مي په تندي كي سوځوم درته راځمه
سجدې ته مي جانانه محرابونه به راوړې
چي ستړى دي له ژونده يم محفل ته درغلى
پانوسه وزرونو ته اورونه به راوړې
كنعان ته مي ويلي جهاني ماشوم خوبونه
د ستورو تر ګودره تعبيرونه به راوړې
كله ورك يمه په ځان كي كله ستا په تماشا سم
هم تصوير هم آيينه سم هم پخپله درته راسم
له محل څخه در وزم بې خبره لكه اوښكه
لا مى پل اخيستى نه وي چي په لار كي نيمه خوا سم
چي پخپله مي دربولې د خټين صنم سجدې ته
بيا په كومو سترګو درسم بيا په بيرته څنګه ستا سم
نه خبر په خپل وجود يم نه اختيار مي دى راوړى
كله شمع د محفل يم كله سوځمه بورا سم
كله زه پر خيال مين يم كله خيال راپسي ګرځي
كله چيغه د جنون يم كله حسن د ليلا سم
د نسيم پر اوږو راغلم له شنبم سره مي شپه سوه
د ذرې د كور مېلمه وم زه به څرنګه پيدا سم
خزانه يم د رازونو په دې خپل ذره وجود كي
كله شپول د طوافونو كله كور د كبيريا سم
دا يوه كيسه د ميني بې حسابه شونډي وايي
كله ښكار سم په كنعان كي كله تور د زليخا سم
په تڼاكو مي كړل ستړي د اغزيو د كور غشي
په خلوت كي مي پيدا كړې نور به ذكر د رابيا سم
له ذرې تر كهكشانه قلم يو نوم را ښودلى
د اغيار په نامه څنګه په ګونګۍ ژبه ګويا سم
له خليله تر منصوره هنګامه د نار او نور ده
زه پتڼ ته مي لمبه يې اوس به څرنګه تنها سم
له ازله تر ابده يو جرس يوه نغمه ده
د حيرت په قافله كي كله طور كله سينا سم
جهاني ته دي وركړى له نامه سره تقدير دى
هر نفس را سره مل يې يو دم څرنګه بي تا سم
چي دي هجر ته پيدا شپه د ازل يم
وايه څنګه به سوځلى اور د بل يم
بېله ما منزل ته نه سې رسېدلاى
د اوږده سفر په لار كي دي يو پل يم
كه هر څه دي په نظر وړوكى ښكارم
ستا د عمر په يوه شپه كي مشل يم
ماته مه راوړه دارو له پاړوګرو
زه د خپل زګېروي په زخم كي درمل يم
بې وزره، بې هدفه مي پرواز دى
له شبنم سره راغلى خپل اجل يم
د پېړۍ له پرهارو مي وينى څاڅي
د نصيب غشيو ويشتلى يم كابل يم
بېګانه به د مرګي پر نيلي سپور ځي
پخوانى دي د ګودر د ديدن غل يم
د زلمۍ ميني په سترګه راته ګوره
جهاني درته راغلى يمه خپل يم
ماته د وصال او د هجران كيسه معلومه ده
زړه ته مي رويباره د جانان كيسه معلومه ده
هرڅه دي د سرو سترګو په ژبه راته وويل
زما د ارمانونو د خزان كيسه معلومه ده
ماته سرابونه د اميد پر كرښو مه ښيه
زما تږي جنون ته د بيابان كيسه معلومه ده
ماته د ازل په ګوتو وليكل رنځور قلم
زخم ته مي ګرانه د درمان كيسه معلومه ده
څه به له قاتل څخه مهلت په هره شپه غواړو
ماته يې په سترګو كي د ځان كيسه معلومه ده
مه راوړه تندي ته مي انكار په انګارونو كي
تاته مي نمروده د ايمان كيسه معلومه ده
څه به مي بوډا نظر ته نيسې د حيا پلو
ماته دي پر شونډو د پېزوان كيسه معلومه ده
نوري په څپو كي الاهو سندري مه بوله
رنګ د زمانې كي د توپان كيسه معلومه ده
ولاړل جهاني زاړه ياران بيا به ستانه نه سي
وايى ملاجان د بل جهان كيسه معلومه ده
ستا خيال مي په قدم قدم ملګرى و درتلم
زر ځله دي په لار كي پريوتم پورته كېدم
آذر رنګه مي ځانته په تندي كى وې تراشلى
د خپل هنر پر ګوتو مي سجده غوندي لوېدم
دا زېرى د وصال كه د بېلتون و خبر نه يم
چي تا لره درتلمه پر خپل ځان مينېدم
د شمعي له محفله مي پندونه وه اخيستي
په خوله كي لمبه نه وه په سينه كي سوځېدم
اسمانه له زخمونو مي فرياد نه دى راوړى
سنګسار ته چي ورتلمه پر مزل مي ژړېدم
د عقل په ډېوه مي اشنا لاري كړلې وركي
رڼا ته وم راغلى په تيارو كي ډوبېدم
چي هر څه د تيارې كوګل ته تلمه پوهيدمه
چى ستا په آيينه كي لكه وړانګه ځلېدم
چي څنګه مي په خپل نامه در ږغ كړه خبر نه يم
په خپله ګناه پوه سوم چي په دار كي زنګېدم
يو خوب مي دى ليدلى جهاني تعبير يې څه دى؟
د رنګ په سمندر كى لكه څاڅكى وركېدم
د قلم په ژبه پوه يم چي پرېشان خوبونه وينم
د وصال پر مړوند پروت يم د هجران خوبونه وينم
توره شپه ده سمندر دى سيلۍ الوزي څپې دي
د ساحل پر پسته غېږه د توپان خوبونه وينم
نه ډوبيږم په څپو كي نه مي لار پر ګودر وزي
د نصيب سترګي مي سرې دي د اسمان خوبونه وينم
د ازل كاڼي ويشتلى زر ټوټې لكه هينداره
چي په خيال كي درسره يم د خپل ځان خوبونه وينم
ستا د حسن په سپيدو كي لكه خال داسي څرګند يم
په محراب كي دي بلال يم د آذان خوبونه وينم
له رحمانه مي راوړې يوه شپه د دروېشانو
په قدم ځمه تر عرشه د جانان خوبونه وينم
د ګلونو له مالته د اغزيو ښار ته راغلم
د مجنون په قدم ځمه د بيابان خوبونه وينم
ستا د وصل زېرى راغى هر قدم راته منزل سو
د جرس په تمه پايم د كاروان خوبونه وينم
شپې د عمر مي بوډۍ سوې لا سبا نه را رسيږي
قلندر دي يم په لار كي ميراجان خوبونه وينم
سپين وېښته مى راته ژاړي مساپر زلمي كلونه
زه هنوز ګودر ته ځير يم د پېزوان خوبونه وينم
له رباب سره زنګېږم جهاني چى ويښ مي نه كې
درخانۍ له نغمو څاڅي آدم خان خوبونه وينم
څو جفا قبوله نه كړې د اغيار
وبه نه وينې په سترګو مخ د يار
"څو جفا قبوله نه كړې د اغيار"
له نصيب سره دي نسته نوم د يار
هره لار يې د جنون پر وطن وزي
رباتونه يې كرلي دي په خار
دا وطن د بېلتانه كور د هجران دى
د وصال پر پانوس شپې دي د انګار
ايله نن پر هوښ راغلى يم يارانو
عقل راوړې زولنې كرار كرار
چي هر پل مي د ازل په وينو كښلى
زه به څرنګه پرېږدمه هغه لار
لكه شمع په لمبه مي ژوند تړلى
قسمت راكړ په سكروټه كي قرار
دا د كومى منصوري چيغي افسون دى
ايينه مي ښيي مخ د خپل نګار
چي كوڅې يې سوې په نوم د غمازانو
راته مه يادوه نوم د هغه ښار
جهاني نن د رحمان په ليكه راغلم
درته ښيم په قدم د عرش رفتار
كيسې مي د سوځلي ګلستان مه يادوه
په كور كي د بلبلو مى زاغان مه يادوه
پوهېږم چى پردى سومه د ميني په وطن كي
اغيار راته په كور كي د جانان مه يادوه
اسمانه تر لمني دي په سوال نه يم راغلى
نسكورو پيمانو ته مي ياران مه يادوه
تندي مى په څپو كي ځوانيمرګي شپې منلي
د ماتي بېړۍ كور ته مي توپان مه يادوه
د شپې تورو منګولو اوربلونه دي وژلي
زلميو هديرو ته مي پېزوان مه يادوه
له شمعي تښتېدلي دي لمبې د محفلونو
پانوس ته په تيارو كى پتنګان مه يادوه
لښكر د ابو جهل دي چښلي د حق وينى
د زړه شهيد بلال ته مي آذان مه يادوه
د سيوري په ګامونو جهاني درسره ځمه
تڼاكو ته اغزي مي په هرآن مه يادوه
زما د زخمي زړه له كوګله يې غوغا وړې ده
د رقيب ضد مي له لېمو څخه ژړا وړې ده
كلونه كيږي نه آواز نه يې نكلونه راځي
چا د مجنون له غلبلو څخه بېديا وړې ده
نن له خلوته څخه ږغ د ذكر نه راوزي
شيخ د شرابو په پياله پسي بوريا وړې ده
اوس يې د غله ديدن له شرمه سترګي نه تخنېږي
شيطان د پېغلو له وطن څخه حيا وړې ده
نور يې دښتونه د لمبو له ګرمۍ ښكلي نه دي
چا د كيږديو له ماښام څخه رڼا وړې ده
نه څو ك راځي نه مي رويبار پر ژبه زېرى لري
چي لېونۍ ميني مي بيا د چا ښرا وړې ده
اوس به له لاري څنګه ګرځي پښتانه قولونه
د دې تورونو يې په سل ځله سزا وړې ده
جهاني پرېږده د جانان او د وصال خوبونه
ستا له قسمته يې هغه شېبه په غلا وړې ده
راځه يوه شېبه مي مل سه زه يوازي يمه
په دې پردي ښار كي مي خپل سه زه يوازي يمه
زه لكه سيورى د تيارې كفن ته ولوېدمه
پر تورو لارو مي مشعل سه زه يوازي يمه
زما په اورغوي كي يې كرښي د بېلتون وهلي
په خوب او خيال كي مي كابل سه زه يوازي يمه
دلته رقيبانو انګولا مي كړلې چيغى وركي
پر تور لښكر باندي يرغل سه زه يوازي يمه
د له چا سره كيسې د بېلتون وژړوم
راته نغمه راته غزل سه زه يوازي يمه
زما د وصال د نصيب لاري دي اغزو نيولي
نن د جانان د كوڅې پل سه زه يوازي يمه
راسه په خيال كي د كيږديو تصوير ونګوو
راته لمبه راته اوربل سه زه يوازي يمه
پېغله حيا مي جهاني پلو ته ودرېده
زما د ګودر د ديدن غل سه زه يوازي يمه
د خيال وزر ته مي بې وخته لمبې مه راوله
نصيبه نوري راته تشي پيالې مه راوله
زما لا پر عمر باندي پاته دي ياغى پورونه
زلمي تندي ته مي اسمانه سجدې مه راوله
د زلفو تور مي د ازل پر تندي نه دى كښلى
تر سپينو شپو مي د جنون سلسلې مه راوله
راته په برخه دي قسمته سرابي خوبونه
خيالي ساحل ته مي بېړۍ او څپې مه راوله
زه تصويرونه د ژوندون پر زنګانه بيدوم
له تياره خياله د زندان غلبلې مه راوله
زما يې كرلي په خوبونو كي قاتلي سترګي
راته په ويښه د جلاد غرغړې مه راوله
ماته په زرځله فالونه پر بېلتون ختلي
د اوښكو كور ته د جانان جنازې مه راوله
ماشومي پاڼي غولومه د غزل په ليكو
د قلم ستوني ته د وينو كيسې مه راوله
راځه نن هېر كو جهاني ستا د اغزيو سفر
هره شېبه دي د لمبو قافلې مه راوله
ماته مه راښيه لاري د زمان دكږلېچونو
ماته مه شمېره ګامونه د پېړۍ د كاروانونو
ماته مه وايه چي ولاړل بيا په بيرته نه ستنېږي
نه ټولۍ راځي د تلليو نه يې شرنګ د آوازونو
د ترخو ورځو ډولۍ به د شېبو لښكري وخوري
راته مه تويوه اوښكي د يارانو پر يادونو
بې حسابه جرسونه پر دې لار باندي وتلي
څه مړ ژواندي نښي ګورې په كوګل كي د وختونو
زه لا نه يمه خپل سوى د پردو په ميكده كي
له خماره مي تورېږى رنګ د نويو شرابونو
جهاني پياله درنيسه د ازل د څاڅكو وېش دى
نه اشنا يو له محفله نه خپلوي ده له جامونو
زه د مينى قلندر يم كچكول نه نيسم اسمان ته
نه د خضر په تلاښ يم نه جنون وړمه لقمان ته
نه د نن په مستۍ ښاد يم نه سبا به چا ته ياد يم
زه ازل سيورى پيدا كړم پل مي نه پرېږدي كاروان ته
نن يې بيا له سترګو اوري دوږخي زقوم په لپو
دا باران د رحم نه دى لمن مه نيسه توپان ته
د بلبلو تر موسمه د زاغانو سېل راغلى
پر شبنم توري پيرې دي بورا نه ځي ګلستان ته
دا له ليري چي ځلېږي د رقيب د كور ډېوې دي
موږ د شپو په ښار كي اوسو ورځ مو نسته شبستان ته
ما له ستورو دي پېيلي خپل نصيب ته امېلونه
د تعبير په حكم ځمه لاري مه نيسه كنعان ته
سپين كالي سره يې لاسونه د منبر سر ته ختلى
ابو جهل دى راغلى د بلال په شپه آذان ته
جهاني زما يې درباندي ستا دي هېر زما دي په ياد وي
ما يې پل و درښودلى تا يې لاس پرېښو ګريوان ته
زاهد پر لار د ميخانې سو هيڅ يې ونه ويل
هلته چي ږغ د پيمانې سو هيڅ يې ونه ويل
ساقي پيالې كړې پر رندانو په وېشلو ستړي
دلته چي وار زموږ د پيالې سو هيڅ يې ونه ويل
د خسرو مينى د نكلونو شپې شيرينى كړلې
چى پكښي ذكر د تېشې سو هيڅ يې ونه ويل
د حق په چيغو يې كاڼه كړل د باطل غوږونه
چي يې نوبت د غرغړې سو هيڅ يې ونه ويل
چي د يوه اغزي په شور يې وطن سره لمبه كړ
اور چي په كور د پروانې سو هيڅ يې ونه ويل
چي يې سندري د لمبو په مزل نه سړېدې
رنګ چي بدل د زمانې سو هيڅ يې ونه ويل
بوډا اسمان شپې د ليلى په مينه سپيني كړلې
وار د مجنون د افسانې سو هيڅ يې ونه ويل
لا يې په خوله كي وه كيسه د جهاني د جنون
كله چي شرنګ د زولنې سو هيڅ يې ونه ويل
د خلوت پر لوري تلمه ميخانه راغله له كومه
نيت مي تا ته د سجدې و بتخانه راغله له كومه
نه خبر دى څوك په شمع نه پانوس ته څوك ور ګوري
دې محفل ته د بېدردو پروانه راغله له كومه
تور وېښته مي پكښي سپين كړل هغه خُم هغه ساقي دى
په قسمت كى مي دا تشه پيمانه راغله له كومه
د آسمان تر چتر لاندي يا جنون دى يا مجنون دى
دا يوازي زما په برخه زولانه راغله له كومه
د نصيب د غشو سپر مي زخم زخم دى راوړى
ښكاري دام ته څه حاجت دى دا دانه راغله له كومه
نه كيسه د يوې شپې ده نه ګيله د يوه زخم
توره سره لاس دي رنګين دى بهانه راغله له كومه
كه دي خيال د قفس نه و چى زګېروى مي زولانه كړې
وايه زړه مي در وارى سه دا سينه راغله له كومه
له بګړۍ تر پلوونو توري ستړي سوې په وينو
تر دې لژند مازيګره پښتنه راغله له كومه
د شهيدي ځوانۍ ګور مي له جنډۍ له شناختى هېر دى
پر پاتا مي د خيالونو ترانه راغله له كومه
تورو شپو تياره پېړيو شېريني د كيسو يووړه
زما تر ستوني دي فرهاده افسانه راغله له كومه
نه يې شرنګ و په رباب كي نه يې رنګ و په كتاب كي
شيخه دا منصوري چيغه مستانه راغله له كومه
جهاني سفر نيمګړى لاري لنډي وې د اوښكو
زما ګرېوان ته يې خالقه اشيانه راغله له كومه
ساقي هوښيار يمه څو چيغي مي د شور پاته دي
زما د نصيب جامونه څرنګه نسكور پاته دي
زاهده مه راوړه محفل ته توبه ګاري كيسې
چي مي په سپينو كي يو څو وېښته لا تور پاته دي
تازه زخمونه مي د خيال په اوښكو مه لمبوه
د منصوري قسمت مي څو كاڼي لا نور پاته دي
آيينې ولي مي خوبونه د لحد ويښوې
نيمګړي عمر ته مي ورځي د پېغور پاته دي
شپې د ځوانۍ لكه شېبې د وصل وځلېدې
د وروستي مني مي يو څو پاڼي پر كور پاته دي
د زكندن شپو ته مي مه نيسه بخيلي سترګي
لا د نمرودي زمانې لمبې د اور پاته دي
ساحله زه د عقل سترګي په خيال نه زنګوم
چي د توپان په زړه كي څو سېلۍ د زور پاته دي
د جهاني عمر به وروسته نذرانه در وړمه
پر وزرونو مي شغلې د پانوس پور پاته دي
شبنم رنګه په نيمه شپه تنها راغلى يم
يوه شېبه تر غيږي د اشنا راغلى يم
غرور كه مي تر پښو پوري سجدې ته نه در وزي
قسمته مرور ومه پخلا راغلى يم
په شونډو دي قسم خورمه له ځانه خبر نه يم
ساقي چي په ښكاره يم كه په غلا راغلى يم
اغزي غوندي به ښكارم اوس د ګلو په كېډۍ كي
زلمى درڅخه تللى وم بوډا راغلى يم
نصيب مي لېونتوب ته كور او ګور دى ور ښودلى
پر لاره د خوبونو تر بېديا راغلى يم
چي زما له سوځولو ډير غره نه سې اسمانه
يو نوم يم په جنون كي تر ليلا راغلى يم
نه شمعي نه جامونو نه رندانو يم ليدلى
د مينى په وزر كي تر بورا راغلى يم
راځه جهاني څو به د مرګي سره وعدې ته
د عمر هديرې ته مي پخوا راغلى يم
خيال دي پر زړه باندي مېلمه سي چي يوازي سمه
د زړه پانوس لمبه لمبه سي چي يوازي سمه
ستا د يادونو پر شهيدي كربلا راځمه
د تور يزيد را باندي شپه سي چي يوازي سمه
له رقيبانو چي دانې د اوښكو پټي وړمه
روان مي سېل پر ګرېوانه سي چي يوازي سمه
په آيينو كي دي تصوير دى د جمال وهلى
هره شېبه مي بتخانه سي چي يوازي سمه
نه دي قولونه نه پلمې غزل ته وړلاى سمه
ورځ پر قلم باندي تياره سي چي يوازي سمه
چي پكښي عكس دي د سرو نازكو شونډو وينم
له ميو تشه مي پياله سي چي يوازي سمه
ستا د خيالونو تر لمبې مي وزر نه رسېږي
يوه يوه شمع دي مړه سي چي يوازي سمه
په دې پردېس ربات كي څونه اوښكي وسولوم
زړه د غمونو قافله سي چي يوازي سمه
لكه غوټۍ تر غوړېدو دمخه ورژېدم
ژوند مي خزان هره شېبه سي چي يوازي سمه
جهاني ما بې لا د وصل خوب ليدلى نه وي
ږغ د جانان د بېلتانه سي چي يوازي سمه
زړه مي راته وايي لا ځواني ده توبې ماتي كه
نن د زاهدانو په حرم كي سجدې ماتي كه
ځم چي د تيارې پر زنګانه خوبونه ووينم
ستړى يم له رنګه دا پانوس او ډېوې ماتي كه
زه له دوه رنګيه دې تيارې ته تښتېدلى يم
زړه كى مي جانانه د تصوير آيينې ماتي كه
زما يې له شهپره د پرواز نفس ايستلى دى
پرې مي ږده صياده د قفس پنجرې ماتي كه
نن مي ډبرين تندى په جنګ د قلم ورغى
راسه لېونتوبه دا نسكوري پيالې ماتي كه
څونه د آزر پر قدم پل د سجدې ونيسم
مه ګوره خليل ته د ايمان زولنې ماتي كه
ځه چي له آدم څخه تعبير د ګناه وپوښتو
پښو ته د غنمو د انګورو كاسې ماتي كه
بيا مي د خوبونو پر دښتو كيږدۍ وهلي دي
مسته كه شپېلۍ دي د سلګيو نغمې ماتي كه
خيال ته دي د وصل جهاني كچكول راوړى دى
خوب ته مي لمن كي څو د زلفو حلقې ماتي كه
نوري كيسې د هغه تللي اشنا نه يادوو
يوه شېبه يې لكه پرخه ځلا نه يادوو
لا به تر څو د خيال په زلفو رنګوو خوبونه
ژوند به له تورو زولنو سره بيا نه يادوو
شپه ده سېلۍ دي د مرګي څپو اخيستې بېړۍ
په توپانو كي به ساحل د پخوا نه يادوو
څو به لا اوښكى تويوو د رباتو پر لمن
له هر قدم سره سفر نيمه خوا نه يادوو
له افسانو سره مو ښخي كړې اغزني شېبې
هري تڼاكي ته دردونه جلا نه يادوو
هسي مو ستا په نامه شپې كړې په محراب كي ستړي
نوم دي جانانه په سجده كي تنها نه يادوو
زموږ دي مرګى ستا دي روزي سي د خسرو قصرونه
هري تېشې ته به تندى په ژړا نه يادوو
جانانه په سجدو درته راغلى يمه ځم
څو ورځي دي په غېږ كي اوسېدلى يمه ځم
د اوښكو په ګامونو اسوېلو درڅخه ولاړم
له سترګو تر باڼو را رسېدلى يمه ځم
تر اوسه مي باقي دي پر كوڅو د پلونو نښي
يو عمر پر دې لارو ژړېدلى يمه ځم
پېغور چي د سيالۍ مي د رقيب را پاته نه سي
سل ځله دي سكروټو ازمېيلى يمه ځم
ته ناست وې لاس تر غاړه له رقيب سره همراز
پر شمع د محفل دي كړېدلى يمه ځم
د عقل پر كوڅو مي كاڼو سر دى پېژندلى
په ټول د لېونو كي چي ښاغلى يمه ځم
له شپو څخه دي ولاړم جهاني رنګه په صبر
له شرنګه د نغمې دي پرېوتلى يمه ځم
نور مي د صبر په لېمو كي ډېوې مه بلوه
د ړندو ښار دى په تيارو كي ډېوې مه بلوه
د رقيب سترګي نظر ماتي سپېلني سه درته
د تورو زلفو په سايو كي ډېوې مه بلوه
زه له مزاره د خوبونو په قدم درځمه
د انتظار په سپينو شپو كي ډېوې مه بلوه
ستا د جلوې په قدر كله پوهېدلي دي څوك
د غمازانو په خېمو كي ډېوې مه بلوه
كلونه كېږي قافلې باندى راغلي نه دي
په هېرو سويو رباتو كي ډېوې مه بلوه
چي پسله مرګه دي لا سيورى باندي نه اورېږي
د چا د هيلو په سينو كي ډېوې مه بلوه
د جهاني نوم دى د كلي له كيسو وتلى
نور دي د خيال په افسانو كي ډېوې مه بلوه
هم له خسرو هم له فرهاده زمانه پاتېږي
له چا د قصر كنګرې له چا تېشه پاتېږي
د زمانې اژدها ډېري افسانې خوړلي
د شپو په كلي كي يوه نيمه كيسه پاتېږي
څه ښه وختونه وه ځالۍ ته تلې راتلې مرغكۍ
اوس نه مرغۍ نه يې نغمې نه اشيانه پاتېږي
دلته د ستورو په حساب دي راوتلي سترګي
له غمازانو به بېغمه څنګه شپه پاتېږي
دا زندانونه د بلا په اجاره ختلي
چي بندېوان د شپې وركېږي زولانه پاتېږي
لا مي د عمر له كاتب سره حساب لرمه
وركي شېبې مي د ځوانۍ دانه دانه پاتېږي
څه سوې د وخت په تاريكو كي رغړېدلي اوښكي
چي خاطرې يې د زمان پر ګرېوانه پاتېږي
د جهاني د غزل شرنګ لا ختم سوى نه دى
پر پوروړو ترانو يې نذرانه پاتېږي
اوښكي مي د عمر پر ګرېوان دانه دانه راځي
شپو ته مي خوبونه لكه زلفى زولانه راځي
څه وايي د ژوند د مساپرو د قدم نښي
څوك چي پر دې توره لاره تللي دي بيا نه راځي
سترګي د سپين ږيري نكلچى له اوښكو ډكي دي
شپې ته د پرديسو اسويليو افسانه راځي
هيري د سوځلو وزرونو يې كيسې كړلې
نوى تر پانوس پوري لښكر د پروانه راځي
ځي د شيطانانو پر اوږو د محتسب كډي
نن له خراباته څخه چيغي رندانه راځي
فال مي لكه غشي د تيارې پر زړګي ورغى
ږغ مي له دښتونو د شپېلۍ او د شپانه راځي
څه به د زلميو هوسونو خاطرو ته ځو
شرنګ ته د پيالو يې بله ډله مستانه راځي
ځو به جهاني لكه پردي له دې محفل څخه
ګوره چي لا څو به تر دې كوره ميلمانه راځي
زه به د رويباره سره درسم كه دي زړه غواړي
سل ځله به ستا د بلا سپر سم كه دي زړه غواړي
تا ته به لېمه د انتظار په اوښكو سپين كړمه
سم به دي په لار كي قلندر سم كه دي زړه غواړي
ته چي تصويرونه د پېزوان پر نڅولاى سې
تا ته به زه هر قدم ګودر سم كه دي زړه غواړي
نور به دي پانوس ته پروانه رنګه درتللاى سي
زه به لكه شمع اور پر سر سم كه دي زړه غواړي
ستا لاري يې ماته په لمبو كي اړولي دي
نور به د رقيب د زړه خنجر سم كه دي زړه غواړي
نوم به دي جانانه افسانه د لېونو كړمه
چيغي د منصور ته به محشر سم كه دي زړه غواړي
ما د جهاني د وينو رنګ پكښي ليدلى دى
غشيو د بڼو ته به سنګر سم كه دي زړه غواړي
سايې راسره تلې راڅخه پلونه پاتېدل
د هر قدم پر كرښو مي يادونه پاتېدل
كيسې به مي تيارې رنګه د شپې پر سترګو ګرځي
تر تا پوري درتلم چي مي نكلونه تاتېدل
زما څه دي له قلم سره اشنا نوري خبري
د ژوند پر هره پاڼه مي رنګونه پاتېدل
وېشونه قسمتي وه كه مي وركي كړلې لاري
جنون راسره مل و ځنځيرونه پاتېدل
د ژوند له قافلې سره په لار كي مي يادېږي
اغزيو پېژندلى وم ګلونه پاتېدل
پوه نه سوم چي تر دې منزله چا يمه راوړى؟
خوبونه مي ليدله تعبيرونه پاتېدل
ژوندى به جهاني وي لا څو ورځي په سندرو
چي تللم له مطرب سره بيتونه پاتېدل
زړګيه بس كه نور دي تللي ياران پاته نه دي
هغه محفل هغه مستي او رندان پاته نه دي
پر هره لوېشت يې د رقيب سترګو پيرې وهلي
هغه وعدې هغه كوڅې د جانان پاته نه دي
اوس به له چا سره سيالۍ ته د نصيب راوزو
منصوري چيغي غرغړې د ميدان پاته نه دي
دلته راغلي وه د كاڼو په حساب سرونه
جنون هغه دى زولنې د زندان پاته نه دي
كه له ګرېوانه يې سكروټي اورولي نه دي
نوري په زړه كي خرخښې د اسمان پاته نه دي
زه د خوني فلك په سترګو كي اورونه وينم
پاس له نصيب سره ځولۍ د توپان پاته نه دي
د چا تڼاكو ته اغزي په لار كي نه سپرېږي
په رباتونو كي كيسې د كاروان پاته نه دي
د شپې پر سترګو جهاني افسانې مه اوروه
د شاپېريو په وطن كي دېوان پاته نه دى
بيا د سيند پر غاړه ناست يم تصويرونه جوړومه
ستا د زلفو د خيالونو ځنځيرونه جوړومه
بيا د خپل ازل په اوښكو بيا د خپل تقدير په ساندو
د نسكوري پيالې خوب ته تعبيرونه جوړومه
د خپل زړه د عرش په كور كي كرشمې د جانان ګورم
د ياغي تندي سجدې ته محرابونه جوړومه
د رقيب نصيب له لاسه د هستۍ مځكه اغزي سوه
د خالق پر لمن ځانته خپل ملكونه جوړومه
د توبې پر كور پيره وې د زاهد مكاري سترګي
د خلوت زڼي يې سوځم ګناهونه جوړومه
چېرته زه چېرته جانان چېرته لاري دي د وصل
زه د خپل جنون په كور كي منزلونه جوړومه
زما په ويښ قسمت كي نسته جهاني د ديدن سترګي
د خيالونو په محفل كي خپل خوبونه جوړومه
په پسرلي كي مي ماتم د خزان مه يادوه
راته پر څانګو رژيدلي ګلان مه يادوه
اوس چي د شمعى له هيبته تيارې وتښتېدې
پر نورو لارو راته تللي ياران مه يادوه
لا زنګېدلو ته لرمه مساپر خوبونه
بيده ساحل ته مي څپې د توپان مه يادوه
زه چي د خيال په وزرونو كوه قاف ته ځمه
راته په ويښه زولنې او زندان مه يادوه
تر دې رباته مي راوړي دي نيمګړي شېبې
اغزني تندي د سبا د بيابان مه يادوه
ما يې د ستورو پر اورغوي باندى فال كتلى
د زړه يوسف ته مي كوهي د كنعان مه يادوه
يو څو نغمې لا جهاني را پارولاى سمه
د اوښكو كور ته مي كوڅې د ګرېوان مه يادوه
زه د زلميو شپو نشه يم چي مي هېره نه كې
ستا د خماري شپې پياله يم چي مي هېره نه كې
د وزرونو په نصيب دي يم ازل ليكلې
ژوندي پانوس كي دي لمبه يم چي مي هېره نه كې
تر دې منزله د پېړيو پر اوږو راغلمه
زه د زاړه نكل كيسه يم چي مي هېره نه كې
زه دي د عمر له تڼاكو ټوكېدلې يمه
ستا د خيالونو آيينه يم چي مي هېره نه كې
ستا د جنون له كاڼو اوس هم لمن ډكه وړمه
زه د آشنا سنګسار كوڅه يم چي مي هېره نه كې
د عقل دام ته چا په غلا را رسولې يمه
د لېونتوب يوه شېبه يم چي مي هېره نه كې
په پسرلي كي نسيم نه كړمه له خوبه ويښه
نن د خزان د غېږ غونچه يم چي مي هېره نه كې
د ښكليو ښار كي دي ګمراه د ځوانۍ ورځي نه سي
ستا د خوبونو ښايسته يم چي مي هېره نه كې
تا چي مغروره ككرۍ صنم ته نه ټيټول
ياغى تندي ته دي سجده يم چي مي هېره نه كې
جهاني خيال مي د بوډۍ په ټال كي وزنګوه
هم دي غزل هم قصيده يم چي مي هېره نه كې
داسي نسيم تازه ګلونه كله كله راځي
خواږه ياران ترخه جامونه كله كله راځي
موږ يې عمرونه زنګولي دي له زلفو سره
دې زولنو ته تعبيرونه كله كله راځي
راته ازل په خپل قلم پر تندي رنګ وهلى
شيخه توبې ته خلوتونه كله كله راځي
نصيب راوړې د جنون له كاڼو ډكه لمن
تر دې سنګسار پوري سرونه كله كله راځي
ما يې ليدلي د پېړيو پر ساحل خوبونه
دې سمندر ته توپانونه كله كله راځي
چي له پيغام څخه يې وتورېږي شپې د هجر
رويباره داسي سلامونه كله كله راځي
اوس مرغلري د بڼو پر ګودر نه تمېږي
د اوښكو سېل ته ګرېوانونه كله كله راځي
دا يوه شپه به له زلميو شېبو وتښتوو
سپيني سپوږمۍ ته ديدنونه كله كله راځي
زاهده نن به په خلوت كي توبې ونڅوې
زموږ تر ماښامه شهبازونه كله كله راځي
پانوسه پرېږده جهاني چي لمبې ولوبوي
ستا تر درشله وزرونه كله كله راځي
چي پر سر مي پيالې ډكي له جانانه راځي
خدايه توبه مي پر توبه باندي پښيمانه راځي
رنځور نظر ته آيينې د سكندر مه راوله
د قدم خاوري يې د صبر تر كنعانه راځي
زه يې د زلفو له خيالونو سره شپې سپينوم
د هيلو ګور ته مي ډېوې له شبستانه راځي
تږى جنون مي د پېړيو په وعدو بيدوم
چي مي نصيب ته سرابونه له اسمانه راځي
د بې هنرو پاچهي ده هنر نه ځلوي
چي له نښان سره پيدا وه بې نښانه راځي
لا د بدريو د وطن جنازې ختمي نه دي
دې كوه قاف ته لا لښكر له ترابانه راځي
د نن سكون به د سبا د توپانو نخښه وي
زموږ د بېړۍ د امن زېرى له توپانه راځي
نور د خلوت په الاهو كي ريا مه زنګوه
زاهده نن دي د خرقې بوى له مغانه راځي
شيخه دا ستا له تنګ جهانه جهاني غوندي ځم
يوه شېبه مي د جنون له لامكانه راځي