نظم
غزل
Abdul Bari Jahaniپه ژوند مي نصيب نه سوې جنازې ته دي درځم
د يار د وصل خياله هديرې ته دي درځم
يوه تشه وعده يې د ځوانۍ په بيه غواړم
سوالګر نه يم آسمانه چي کاسې ته دي درځم
منم چي تر منزله يې سکروټي دي کرلي
دا لار په ما ودانه ده کوڅې ته دي درځم
يوه لحظه دي مخ له رقيبانو پټومه
لمبې خاموشه نه سې تماشې ته دي درځم
دا ستا د ميني اور دئ چي محفل رنګينومه
پانوس رنګه بلېږم بدرګې ته دي درځم
اختيار يې له اقرار سره جوړه راڅخه يووړ
يو نذر د خليل يمه چړې ته دي درځم
سنګسار مي رسوا نه کړي ميخانې د خلوتونو
يو شور لا جوړومه غرغړې ته دي درځم
د هوښ پر لارو نه دئ جهاني منزل د وصل
جنونه ځان تيار که زولنې ته دي درځم
پيالې نسکوروم دي تشومه خو دي نه
نصيبه بدلوم دي قبلومه خو دي نه
تقديره زولنې دي د جانان تر کوڅې وړمه
زندانه نړوم دي تېرومه خو دي نه
ازل مي لېونتوب دئ له نامه سره کرلى
ګرېوانه څيروم دي ټولومه خو دي نه
د سر سودا منمه خو چي سر ټيټول غواړي
قاصده ستنوم دي ورلېږمه خو دي نه
خالق مي ککرۍ سجدې ته نه ده پيدا کړې
تنديه ماتوم دي لګومه خو دي نه
ياغي يم د فرياد دپاره نه يمه راغلى
آسمانه کڼوم دي ژړومه خو دي نه
د غره پر ژبه غواړم د شېريني د نوم ذکر
جنونه پاروم دي ويدومه خو دي نه
زخمونه د حبيب دي د طبيب کوڅې ته نه ځم
پرهاره شوړوم دي رغومه خو دي نه
چي هر محراب ته ځمه ستا جلوه پکښي بلېږي
د يار د تصوير خاله هېرومه خو دي نه
چي شمېر د جهاني د ګناهونو باندي کېږي
زاهده ړندوم دي خپلومه خو دي نه