نظم

غزل

Abdul Bari Jahani

ساقي وعده دي د پلمو ډکه ده

ځکه مستي له اندېښنو ډکه ده

پر بېګانۍ مستۍ پښېمانه نه سې

زما دي لمنه د خالو ډکه ده

مرګيه ځکه په ورو ورو درځمه

د ژوندون لاره له اغزو ډکه ده

د اجل شپې مي رانيمګړي نه کې

چي زما کيسه له افسانو ډکه ده

ملا په چيغو شپه شړلاى نه سي

لا ميخانه د پيمانو ډکه ده

ناصحه پرېږده ستا د عقل کيسې

دلته کوڅو د لېونو ډکه ده

پر لېمه بار دي جنازې د هيلو

سنه لا هم د ترانو ډکه ده

يو جهاني زندان ته نه دئ روان

دا جېلخانه د زولنو ډکه ده

سوالګر يم جوابونه هېروم درته درځم

کوڅې دي په باڼو جارو کوم درته درځم

چي باغ دي د خيالونو د خزانه په امان سي

په لپو لپو اوښکي تويوم درته درځم

زخمونه به مي سترګي د رقيب روښاني نه کړي

مرهم په پرهارونو زوکلوم درته درځم

چي مخي ته دي وسوځي د ميني وزرونه

پر سر باندي اورونه چلوم درته درځم

د زړو قمار خانه کي مي سر داو دئ درته ايښى

پلمې پر غمازانو دروم درته درځم

چي څوک د سباوون مي تا له غېږي ليري نه کي

خوبونه په لېمو کي زنګوم درته درځم

کوڅې چي يې له کاڼو خالي نه کې لېونتوبه

ازل او جنون دواړه قهروم درته درځم

د ميني سرکښي ده مرګه ليري سه له مخي

په غاړه کي دارونه نڅوم درته درځم

منګول به مي آسمانه تر ګرېوانه دررسېږي

تڼاکي په سکروټو اوبوم درته درځم

چي نه سي کږېدلاى جهاني د چا قدم ته

مغروره ککرۍ مي ماتوم درته درځم

شيخه مه وايه ناخوالي چي پرهېز مي خماري سو

د زړه اور مي ژوندى سوى هربڅرى انګاري سو

تر پرونه يې شړلم نن مي غېږي ته وربولي

يا يې بل خريدار نسته يا يې حسن بازاري سو

د رويبار له سترګو ښکاري چي وعدې يې کړلې ماتي

د وصال کوڅې يې بندي تش ديدن يې قيامتي سو

ما به څه کړلې زاهده ستا ترخې ترخې خبري

لاس تړلى د نصيب يم هم فرياد مي زنداني سو

ما ته مه راځه زاهده له مستۍ مي توبې تښتي

د قسمت پور مي ادا کى هر قدم مي دوزخي سو

ګناهونه ياقي سوي د ثواب زندان يې مات کى

شيخ ته پاته سولې حوري هر يو خوب يې جنتي سو

جهاني په کاڼو ولي ملاجان سترګي سرې کړي

دا وېشونه ازلي دي باري ولي تومتي سو