نظم
گلونه د ورخاړی
Ghani Khanگلونه د ورخاړی
د رنگ څاڅکی ولاړی
سحر په خندا تېر کړی
ماښام ټول وی خفه مړاوی
گلونه د ورخاړی
اغشتی ئې سل رنگه
خنديږی څنگ په څنگه
سحر ځوانی مشرنگه
اؤ ماښام ولاړ وی ژاړی
گلونه د ورخاړی
ځوانی د يو سحر ده
جمدون د يوې ورځې
بيا هم مانه نران دی
چې هر سحر خندان دی
گلونه د ورخاړی
اؤ زۀ يو پوټے غم ته
د لږ ساعت تورتم ته
ادم د اوښکو نوم دے
په گلونو پسې ژاړی
گلونه د ورخاړی
څۀ ښکلې ښکلې خاندی
رنگينه دی تابان دی
ښائست د گلستان دی
غنی ورته همېش
حېران حېران شانې ولاړی
گلونه د ورخاړی