غزل ګوره چې خندا کوې په سترګو کې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 کار د مسيحا کوې په سترګو کې 02 يو ته قهر بل ته مهر شابسې 03 دا کوې هم دا کوې په سترګو کې 04 ای نظره نن يې تصور شو جوړ 05 څه شوې؟ تماشا کوې په سترګو کې؟ 06 اوښکو دې کافور کړه د هجران نشه 07 قدح د صهبا کوې په سترګو کې 08 مخ دې که وعدې د سبا تل کوي 09 ياره ته بېګا کوې په سترګو کې 10 ستا له ژبې خوند کوي آشنا دروغ 11 څو، که ته رښتيا کوې په سترګو کې 12 ښکاري چې ته ساتې د ژبې اعتبار 13 تل چې ته وينا کوې په سترګو کې 14 شوې په آشنايۍ کې نا آشنا ځکه 15 ځای د هر آشنا کوې په سترګو کې 16 زه حمزه دوعا درته په خوله کوم 17 ته راته ښکنځا کوې په سترګو کې Dictionary meaning × Headword