نظم
گرانه وطنه!
Gul Pacha Ulfatگرانه وطنه! څومره زېبايې
جنت د ځمکې زړه د دنيايې
ښاغلی تاج ته د ايشيا يې
وړد ستايلو ته په رشتيا يې
لعل و گوهر شته ستا بدخشان کښې
تمدن خور شو ستا په جهان کښې
ننگيالی تادی هر وخت روزلی
ښه ښه ځوانان دی تازيږولی
کارنامې ستا دي تاريخ ساتلی
ستا فرزندان دي څومره غښتلی
زمريان پراته دي ستا په لمن کښې
تل پسرلی وي ستا په چمن کښې
د وطن وروڼو بيا شی راپورته
دښمن پرې نږدئ خپل کلی کور ته
د تورې غږ مو تللی هر لور ته
څوک ټينگېدی شي زمونږه زور ته
مونږ دي مات کړي ډېر قوتونه
مونږ لاندې کړي ډېر هېوادونه
ښاغلی نسل د آرين يو
يومو مذهب دی د يووطن يو
فخر مو يو دی لکه يوتن يو
مين په هر گل د خپل چمن يو
شاه او وطن نه ټول قربانېږو
ځای د غيرت دی کله درېږو