غزل

گواښ د سترگو د اشنا سترگې چړې کړې

Hamza Shinwari

گواښ د سترگو د اشنا سترگې چړې کړې

پېچ د زلفو دې راجوړې پيکړې کړې

تپوس مه کوه هېڅ نوې زړې نشته

انتظار دې زما نوې هم زړې کړې

څه محل دی خو له وړه سوالونه لوی دي

سوال د وصل لويې لويې خولې وړې کړې

ځار له هغه يوه ديده لا تر اوسه

بيا تر حشره يې زما سترگې مړې کړې

سړول يې په تودو پسې ارمان شو

حمزه وصل د فراق تودې سړې کړې