غزل گوره چې کړي د پښتنو خبرې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 گوره چې کړي د پښتنو خبرې هندکي باڼه هم په پښتو خبرې 02 اورم چې تل د پسرلو خبرې هغه کوي ستا د ورشو خبرې 03 باڼه دې برند غوندې شو ښکته يې کړه په زړه مې پاتې دي يو څو خبرې 04 دي ماشومانې، خو زما په کتو سترگې دې وکړي د زلمو خبرې 05 سترگې دې نورو ته وي روغې اشنا ماته کوي د لېونو خبرې 06 پښتنې خير که مې نظر څه ووې خلق زغمي دمېلمنو خبرې 07 وخته لمحې به تار په تار شي د تا چې کړې د زلفو د حلقو خبرې 08 چې مې پښتو له ياده ووېستله هېرې کړې ما د مېړنو خبرې 09 که مستقبل دې ننگيالي وي په کار حمزه کوه د پخوانو خبرې Dictionary meaning × Headword