غزل
گېر په جال کې د عصيان لکه مگس يم
Hamza Shinwariگېر په جال کې د عصيان لکه مگس يم
خراب شوی په خواهش او په هوس يم
يوهستي يم نه د ښو او نه د بدو
دصحرا يو بې فايدې غوندې جرس يم
مستولي په کپرۍ زما اجل دی
سور په وار په تله راتله دهر نفس يم
کړه صياد په ما هوا د دنيا بنده
زه بندي له ډېره وخته په قفس يم
التفات ته منتظر د خپل اشنا يم
ولې دا چې زه حمزه غريب بې کس يم