نظم

حسن

Ghani Khan

اوه تپوس د حسن مکوه

سمندر شی څوک تللے

څوک سپوږمۍ شی رانيولے

څوک زهرا شی ښکلولې

حسن پلار د مينې او مور د عشق

پکښې پټ دی ټول سپين او تور دعشق

د دۀ د خيال، نظر همه زور د عشق

په سرو شونډو بلوی ښکلې اور د عشق

دا بابا د سُر او سُرور دے

دا تعبير د جلال او نور دے

دا مکه د سترگو خندا کښې

دا په هره کوڅه کښې طور دے

د ادم د نوم بس يو دا سبب

د بهار سبب د رڼا سبب

د حوا د ژوند او ارمان قيصه

د سرود د رقص او ژړا سبب

دا جواب د لکونو سوالونو دے

نشته هيڅ د ژوندون بل جواب

دا صوفی ته محراب اومنبر خالی

لېونی ته کباب او شراب

دې د خيال او رنگ دنيا کښې دا

پلوشه د مينې د يار ده

دا د رحم پېغام او وعده د وصال

راليږلې غلام له دلدار ده

دا د مرگ سبب

دا د ژوند ضرور

دا د گناه تعريف

او معنی د نور

دا د عشق وجود

دا د مينې راز

دا د سوز خوند

دا مستی د ساز

هر نظر ئې شراب دی مستی ده

دا د روح لېونۍ مېخانه ده

د بنده او اقا د زړۀ راز دے

د ژوندون او جنت افسانه ده