شعر

هرګز مه وايه هر هر ګل ته رامبېل

Malang Jan

هرګز مه وايه هر هر ګل ته رامبېل

چې اصيل وي هله جوړ کړه ترې امېل

خوند او بوی وي د هرې مېوې بېل بېل

په بکياڼی کې خوند نشته دی د هېل

زيړ غوړي خوره چې بدن دې پرې صحت وي

ته پر ځای د زيړ غوړو مه خوره تور تېل

فرق د سرو او جستو وکړه “ملنګ جانه”

کوټ بنګال پيروزه مه ګڼه يو خېل