غزل

حيف يې په ژوند، هغه چې ستا له ملاقاته وځي

Hamza Shinwari

حيف يې په ژوند، هغه چې ستا له ملاقاته وځي

چرته چې لاړ شي دهرچا له التفاته وځي

اوس په راتلو ده په محفل کې هنگامه دمستۍ

وايه زاهد ته چې بهر له خراباته وځي

دا سخاوت دی دساقي او که رندان دي نوي

چې له محفل نه پيمانه (يې دا نن) ماته وځي

څو چې سبق له محبت نه، د وحدت زده نه کا

نه شي کېدی چې د کثرت له اضافاته وځي

ايله به پوهه په رموز دجوارۍ شي د عشق

چې په دې لار کې له گټات او له بېلاته وځي

مَېن هغه چې مينه گوري د پښتو په محک

څه شي که ښکليه هغه ستا له عناياته وځي

ماته چې وگوري نظر په بل طرف واړوي

خدايږو قيامت دی چې پښتون له مدارته وځي

يو د ړندې مينې تيندک وي راته کم مه گوره

څه شي اشنا که مې له خولې خبره زياتهوځي

ډېر دې نصاب شه چې حمزه ته يې عطا کړې اشنا

دا به څه کم وي چې زکات دې له زکاته وځي