غزل حيران يم په اشنا کې مې پندار ولې راته Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 حيران يم په اشنا کې مې پندار ولې راته پرسان لره زما غوندې بيمار ولې راته 02 زړگيه وشوه چوپ شه چې ته ښکار د هوس نه وې بيا وايه چې زولن دې په پرهار ولې راته 03 همدمه که باور مې په وعده د اشنا نه و بيا خوب راته په شپه د انتظار ولې راته 04 شوم پوه چې مې تصوير د انتظار کړو په بل رخ حيران وم چې فطرت کې اختيار ولې راته 05 موسکا دې چې په سترگو کې ککۍ کړې لکه شمع بيا خولې ته دې په سوال زما انکار ولې راته 06 بې ستا له يو وجود چې و امکان د بل وجود بيا ځان ته ستا په شق مې اعتبار ولې راته 07 ممکن نه ده احساس د غير وجود کا بل وجود موقع چې د انکار وه، نو اقرار ولې راته 08 هېڅ پوه نه وم په حال خو د رقيب مې کړو پرسان يو رنگ دې ته بل رنگ دې په رخسار ولې راته 09 حمزه! چې زړه ځلاند شي اوېزان شي لکه شمع حسين ابن منصور وايه په دار ولې راته Dictionary meaning × Headword