نظم
حکمت او شعر
Gul Pacha Ulfatپه رڼاکښې د لمر څومره لوی حکمت دی
ژوند د پاره ډېر ضرور دا حرارت دی
مگر گوره د آسمان سپينې سپوږمۍ کښې
خاوند ايښی د جمال شعري کيفيت دی
په رڼا کښې د لمر د ژوند گوهر شته
د سپوږمۍ په نور کښې هم کيف د نظر شته
په جهان کښې دي ضرور دا دواړه څيزه
ځکه دلته شپه او ورځ شام و سحر شته