نظم حوره Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خلاص شراب جنت کښې شو ټولگے راغے د حورو گډې په خندا شوې يو باغچه کښې د انگورو 02 تۀ ترې چرته پټه شوې د گل د بوټی خوا کښې څۀ عجب تاثير وۀ د بلبل په واويلا کښې 03 راغے د شبنم اشنا ماليار د باغ غمگين وئې ليدۀ په گلو کښې يو بل گلاب رنگين 04 وې شوکؤ په شونډو، سر کښې ډېر په مينه کېښود راغله لېلی سر ئې د مجنون په سينه کېښود 05 خوب کښې دې جوړ بيا چرته د خپلو خوېندو ساز واورېد چرته د باغ گوټ کې دې د زوړ وطن اواز واورېد 06 ولې لرې ستورو ته په مړاؤ سترگو گورې دې باغ درته يادې کړلې حورې! باغچې نورې 07 زوړند د دوه ستورو نه چې ستا د زرو ټال وۀ پروت چې په دې زلفو کښې د مانگ په ځائې هلال وه 08 هغه چې په لړو کښې د ستورو گرځېدلې يا به د سپوږمۍ شغلو کښې پټه گډېدلې 09 حورې! ما هم بوځه د رڼا دغه جهان له تا سره به زۀ هم خوا کښې ټال واچوم ځان له Dictionary meaning × Headword