نظم
حق نشي ويلی چې په خق باندې شيدا نه وي
Gul Pacha Ulfatڅه کړم هغه سترگې چې کتاب لره بينانه وي
بې دمخ له خط له بل خط سره اشنا نه وي
لوړو بنگلو کې که وي ناست له ډېر غرور سره
څه وشوه په دا فکرو همت کې چې لوړتيا نه وي
مه کوه گمان چې به باطل سحرونه مات کاندی
هر يو چې امسا لاس کې لري هغه موسی نه وي
سمه لار ليدی نشي په ښه کارپسې تلی نشي
زړه کې چې د خير مينه د صدق تجلی نه وي
ډېر فصيح بليغ وي په څو رنگه غږېدلی شي
حق نشي ويلی چې په حق باندې شيدا نه وي