نظم
حقيقت
Gul Pacha Ulfatحقيقت په دنيا هومره دی نايابه
چې سيند نشم پېژندلی له سرابه
که هر څو بې لټومه نه يې مومم
دا مضمون ورک دی د دهر له کتابه
بت پرست د بت په مخکې ځان کړخاورې
زردشتۍ د اور له مينې دي بې تابه
يومې بولي خانقاه بل خرابات ته
خبر نه يم له ثواب او عذابه
ښايسته بدرنگی نه پېژندل کېږي
هېچا مخ را ښکاره نکړ له نقابه
ښه او بد نه معلومېږي شاعر ځکه
حکايت کا نن له شېخ سبا له شابه
کله گرد او دوړې جگې کړي له سينده
کله اور غواړي له دود دخړ سېلابه
حقيقت په باغ کې نشته ټول تصوير دی
له بلبل ځنې نيولی تر گلابه
پدې بڼ بهار راغلی که خزان دی
سر وه شنه ده د چنار پاڼه خرابه
په دانه پسې بلبل له باغه وځي
ويره کېږي د فطرت له انقلابه
عاطفه او مينه نشته په انسان کې
ځکه نه پېژندل کېږي له دو آبه
کعبې تور کمېس اغوستی دی له غمه
مظلومان قرباني کېږي بې حسابه
د تقوا جامه کښې شېخ شراب نوشي کا
د رباب آواز راځي نن له محرابه
په خوله وايي چې دنيا مې خوښه نه ده
خو لاس نه اخلي له منډو له شتابه
سياست اوريا دواړه شوه ملگری
حقيقت ته يې پيدا کړه څو حجابه
د دنيا په هېڅ قانون کې ثبات نشته
ناقرار وينم فکرونه او سيمابه
سلسله د علت ورکه له هر چا ده
واخله لاس له وسايلو او اسبابه
د تحقيق تنده د هېچا ماته نشوه
تږی تللی هر سړی له دې دريابه
توری وريځې د گمان په مخکې گرځي
خدای خبر چې څه راځي له دې سحابه