نظم

حسن او جمال

Gul Pacha Ulfat

د جنت حورو زړه وړی د زاهد دی

په همدې فکرولاړ خدای ته عابد دی

د ښايسته حورو په لاس جامونه ويني

ځکه تېر له خپله سره مجاهد دی

ښکلی توب دی چې هر چا زړه پرې بايللی

چا په يوشان چا په بل شان دی ليدلی

بلبلان ورپسې ځي د باغ په لوری

پتنگانو اور ته ځان ورغورځولی

دغه واړه د جمال کرشمې بويه

حيراني ده دې جلوواو دې قوت ته

د ښايسته حورو پېغام دی دين راوړی

د صوفی له سترگو حورو دی خوب وړی

نيمه شپه د جنت حورې ورنه غواړي

خدای ته خوشې عبادت نه کړي وگړی

چې په کاڼو کې ښايست چېرې پيدا شي

ټول جهان کښې ډېر عزيز قيمت بها شي

که ښايست کړي ځان ښکاره په کوم انسان کې

يا يوسف يازليخا شي يا ليلی شي

سلېمان که په ديوانو کړه حکمونه

گرځيده يې په هوا باندې تختونه

د بلقيس تخت هم ديوانو په سروړی

هم جوړ شوی له ښيښو ورته ځايونه

شاه جهان او د محمود غوندې شاهانو

کړي پټه نوکري د مهرويانو

که انسان هر څومره لوړ شي په جهان کې

بيا هم وي له اثر لاندې د خوبانو