نظم

حسن او نظر

Gul Pacha Ulfat

د ړانده بډای په کور کښې ښايسته ښکلی ليلاوه

د نظر خاوند څوک نه و، بېهوده يې تجلا وه

ډيوه بله وه د حسن مگر عشق ور سره نه و

بې پتنگه سوزېدله شمع ځکه په ژړا وه

د سپين مخ او د سرو شونډو تورو زلفو تورو سترگو

څه قيمت او قدر نه و، زړه کښې مينه د دنيا وه

د ښايست نوی بهار و، دگلزار جوش او ځواني وه

بينايي د ذوق هيڅ نه وه په بل ډول مشغولا وه

دگل لورته کتل نه و، بهار خوشې تېر يه لو

دمېوو انتظار ډېرو د مادي گټي سودا وه

د ښکلا مېرمن خپه وه دجمال څه قدر نه و

بصيرت ته وه محتاجه په نظر پسې شيدا وه

مال دولت له حده تېرو، واک يې خپل و هرڅه ډېر ؤ

مگر داد تش کتلو او شعور په تمناا وه

علم و فن هنر او شعر بينا ذوق او شعور غواړي

که په نيمه څوک پوهېږي د ليلی دغه معنا وه

د معنا روح تل خپه وي دړندو ناپوهو کورکښې

عرفاني نهضت مه غواړه! جامعه که نا بينا وه