نظم حسن او نظر Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 حسن که دې که ډېره تجلی لري ړوند د مهرويانو څه پروا لري 02 چېرته چا ليدلی اورېدلی دي دا چې ښکلی ناز په نا بينا لري 03 نشته ښکليتوب که بينايي نه وي سترگې دي چې وايي يار ښکلا لري 04 تور ټيکری دې تور زما د سترگو دی ځکه زما سترگو کښې رڼا لري 05 سترگو کښې دې ځای دی که هر ځای کښې يې سترگې تور د سترگو کښې ليلی لري 06 وايي سترگې ډېر څه په کتلو کښې غوږ يې ناوري زړونو کښې غوغا لري 07 نه ده بې ادبه د ليمو ژبه سترگې خوله سترگو نه حيا لري 08 حسن او نظر په شهلا سترگی کښې بل اثر بل کيف بله ادا لري 09 کله وي ښايست په ړوند سترگو کښې حسن ځای نظر کښې د بينا لري 10 مينه د ښکلا، ښکلا د مينې ژوند يو که نه وي بل يې کله سا لري 11 تا ښکلا بندي کړه او ما مينه کړه دواړه د ازاد ژوند تمنا لري 12 خير دی که دې حسن له نظره شوه بې نظره حسن څه معنی لري 13 مه پټوه سترگې زما سترگو نه سترگې پټول څومره گناه لري 14 ژوند غړوي سترگې پټوي يې مرگ وگوره! ژوندون څه تقاضا لري Dictionary meaning × Headword