غزل

انتظار د ټولې شپې مې سودايي شي

Hamza Shinwari

انتظار د ټولې شپې مې سودايي شي

کړي يقين مې رڼا ويښ چې سبايي شي

شي پرېشان چې ځای يې زړه شي د گلرخو

لکه بوی چمن زاده وي صحرايي شي

د اميد څراغ مې بل شي د زړه کور کې

ته چې زلفې راخورې کړې بېگايي شي

چې ديدن ته به درځي په پښو يې اور شه

که دې لاس د چا دپاره حنايي شي

حمزه وپېژندې اوس د مينې رنځه

خبر نه و يو زبېرگی دې دوايي شي