غزل
يو ورځ په يوه باغ کې ګرځېدمه
Gul Pacha Ulfatد وږمې په شان له ګلو تاوېدمه
وخت د بو ټو اېښود لو د باغوان ؤ
ښه موسم د جدو جهد دانسان ؤ
دغه باغ ؤ ډېر پخوا دلته جوړ شوی
خو هما غسې ؤ ځوان نه وزوړ شوی
بعضې بوټی به که وچ او يا فنا شوه
کال په کال به په کې نور نيالګی پيدا شوۀ
چمنونه او خيابان به يې بدل شو
هره روځ به پکي جوړ نوی محفل شو
يو ونه به له بېخه و وتله
بله ونه به يې ځای کې درېدله
مګر نوم د باغ هر وخت په يوه حال ؤ
داتغيير د ونو بوټو په هر کال ؤ