غزل

يو سړی وو خپله ښځه ورسره وه

Abdul Bari Jahani

دی پياده ښځه پر خره باندي سپره وه

د مېړه او دمېرمني مرکه وه

څه غيبت وو څه صفت کيسه توده وه

څه له يوڼو څه له خواښي په ګيله وه

څه يې نوري  کيسې کړې لاره اوږده وه

پر سړي باندي مېرمن وه ډېره ګرانه

يوه ورځ يې ستړئ نه سو له بيانه

چېرته ناسته وه ټولۍ د بېکارانو

مسافر ته يې سو پام د ظالمانو

ويل ګورئ دا بې شرمه بې غيرته

دی پياده ځي پر خره ناسته ده عورته

دا وطن به له بې ننګو خرابيږي

نه له خلکو نه له قوم څخه شرميږي

نه معلوم دئ ورته قدر د مېړونو

نه بېريږي د عالم د پېغورونو

د مېړه مقام کتاب دئ ذکر کړئ

خدای پخپله په قران کي پېژندلئ

کموي دمړو قدر بې ننګان دي

دا بې قومه دا بې پلاره ناکسان دي

سړي واورېدې د ډلي سپکي سپوري

لا تر غوږ يې سوې يو څو خبري نوري

ويل ښځي ته پياده سه زه سپرېږم

ددې خلکو له پېغور څخه بېرېږم

چي له کلي څخه ووتو دباندي

زه پياده ځم ته سپره له ما دوړاندي

چي پياده ښځه روانه سړی سپور سو

په يوه ګړي کي جوړ ورته پېغور سو

ويل وګورئ ظالم چي پر خره سپور دئ

په مزلو يې ښځه مړه کړه مخ يې تور دئ

جګه ونه سور يې مخ دئ اوږې پلني

په مړانه کي کمزورئ تر مېرمني

مور او پلار دا خېټور دئ نازولئ

په خواري يې د لمر مخ نه دئ ليدلئ

دا له خدايه نه شرميږي ظالمان دي

په بيابان کي ګيدړان د کور زمريان دي

چي په کور کي وي لوی سوي نازولي

دوی سپاره ښځي پياده ور سره ځغلي

همېشه د بل په لاس په نس ماړه دي

نه دجنګ دي نه د ننګ تيار خواره دي

چي سړي خبري واورېدې حيران سو

سمدستي له خره را کښته سو روان سو

خر د مخه دوی تر شا وهل مزلونه

ويل ګوندي اوس به کم سي پېغورونه

لا يې شل قدمه نه وه اخيستلي

لا دکلي منځ ته نه وه رسېدلي

چي تر غوږ يې سول د خلکو اوازونه

د هلکانو د لويانو ريشخندونه

دا سړی او ښځه دواړه لېونيان دي

خر دمخه دوی پياده پسې روان دي

که په پښو يې دئ دا اوږد مزل وهلئ

نو يې خر د څه دپاره رانيولئ

په خندا يوه را ږغ کړله ځوانانو

له عالمه بې خبره هلکانو

دغه خر يې هم ملګرئ هم رهبر دئ

په دښتو کي لار ښودونکئ د سفر دئ

دوی له خره سره روان ورسره مله دي

که دا خر ور سره نه وي دوی ړانده دي

هم مېړه هم يې مېرمن پر دې سلا سول

له ناکام څخه سپاره د خره پر شا سول

بيا له سره يې شروع خپلي کيسې کړې

ور په زړه يې تيري تيري خاطرې کړې

ورپياد يې کړل د خلکو ريشخندونه

پر هر موړ باندي ښکنځل او پېغورونه

چي ناڅاپه يوې ډلي د ځوانانو

له عالمه بېخبره بېکارانو

ويل وګورئ دا څونه ظالمان دي

پر يوه خره سپاره دوه تنه لويان دي

نه زړه سوی لري دا خلک نه زوريږي

نه له خدای نه له عذاب څخه بېريږي

نه يې شرم له مخلوقه د دنيا سته

نه په زړه کي يې څه وېره د عقبا سته

که هر څو يې ځان له موږ څخه پردی دئ

که حيوان دئ ژبه نه لري ګنګی دئ

خو د خدای له قهره هم بېره په کار ده

يوه ورځ د ټولو خلکو ګور ته لار ده

پر حيوان باندي چا ايښئ دومره بار دئ

خدای ته وګورئ يو څه انصاف په کار دئ

په قيامت به راژوندی دغه حيوان سي

سمدستي به د خاوند پر لور روان سي

دی به ځغلي خر به جګ ور باندي سپور وي

په اوږو به سا شړي مخ به يې تور وي

له مېړه له ښځي ورکه سوله لاره

هم له خره هم له سفره سوه بېزاره

مېړه بيا په پښو روان ښځه سپره سوه

بيا له سره هغه نوې ننداره سوه

دروازې د ښار بنديږي په قلفونو

څوک تړلای نه سي خولې د عالمونو