غزل جانان مې گلفروش د حقيقت چمن په لاس Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 جانان مې گلفروش د حقيقت چمن په لاس ما هم ورته کچکول کړه دحسرت لمن په لاس 02 يوځل په قبرستان مې دزړه راشه بې حجاب ارمان به مې راپاڅي د حسرت کفن په لاس 03 يو ځان په مخ دحسن چې پرده دعشق شي تېشه شي د اجل ونيسي کوه کن په لاس 04 محفل کې چې وحشت مې شکايت ته کړي تيار بهانه د ارږمي کړي صنم پټ دهن په لاس 05 دلبر مې ځکه اخستي له ما لاس د اشنايۍ اوس نه کړي دپخوا غوندې دما سخن په لاس 06 حمزه له مړو بتر دی خو د ژوند يې در کړو جام محبوب الهي دنظامي خسن په لاس Dictionary meaning × Headword