غزل جنگ د پيمانو د باده نوشو ترانې دي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 جنگ د پيمانو د باده نوشو ترانې دي لړزند چې هوشو نه وي ودانې ميخانې دي 02 شمع ده گل شوې خو فرېب د حسن يې گوره لرې لا سحر دی ورته جمع پروانې دي 03 نمر د شباب لاړ په غرغره شو که يې لولې پاتې مې لېمو کې څه بې نوره افسانې دي 04 پوهه دې کړه هوش چې خبردار وي له تيندکه دلته په هر گام کې صراحۍ او پيمانې دي 05 غم د ماسوی خو يو دميو په اور سوځي مينې جوړې کړې څنگه پاکې بهانې دي 06 دومره خو راوگوره چې تاته شي معلومه ستا ړومبي نظر چې په ما کړې څه کانې دي 07 وار دې شو خطا په خوله دې راغله قسمونه دغه څو خبرې د دروغو نښانې دي 08 ښه شوله معيار دې د ښايست چې مکمل شو کې دې ښوه پاخه خالونه پاتې مې دانې دي 09 زه حمزه چې پورته کتی نه شم ځوړند سر يم دلته په قدم قدم د ښکليو آستانې دي Dictionary meaning × Headword