نظم

که پيدا شي

Gul Pacha Ulfat

د صورت ښکلا به شي معنوي حسن

حقيقي عشق به پيدا شي له مجازه

که پيدا شي محبوبه ښکلی طنازه

په احسان او حسن دواړو کښې ممتازه

مينه ناکه حيا ناکه لمن پاکه

زړه ساتونکی عشق پالونکی ښه همرازه

نه مغروره په جمال نه کبرجنه

نه د حسن سوداگره نه چلبازه

په عرفان باندې مينه دل اگاهه

د نظر په ژبه پوهه بې آوازه

چې مې زړه په يو نظر لمبه لمبه کړي

او اگاه مې کړي د عشق له سوز و سازه

چې شي ماته لکه شمع دل افروزه

له دنيا او مافيها مې کړي بې نيازه

ښکلی شعر کښې به ښکلی مقام ورکړم

ترې به جوړه موسيقۍ شي دلنوازه