غزل
که دې غوږ کړو د مکرۍ دنيا په ست
Hamza Shinwariکه دې غوږ کړو د مکرۍ دنيا په ست
په عقبی به دې نازله شي عسرت
د اول دنبال اول شي د اول نه
چې راستون شي ابتدا شي نهايت
خودي کور دی د ناپوهې په دنيا کې
شته په کيف د بېخودۍ کې معرفت
د نسبت غوږونه گڼ دي اواز يو دی
د وحدت زېنه داد گڼه کثرت
د وصال حسرت مې ووت که ونه ووت
اوس کومه په حسرت پسې حسرت
ښاپېرۍ غوندې دنيا ده چې وي پېغله
بيا بلا شي چې يې تېر شي بکارت
د محبوب الهي له برکته
حمزه دی دې هر يو شعر کرامت