غزل

کله چې اشنا کړې د کرم دروازه بېرته

Hamza Shinwari

کله چې اشنا کړې د کرم دروازه بېرته

ځير دې رقيبان کړه چې مې جار نه باسي بېرته

ته چې اشنا راغلې ماښامی مې شو بې خوده

ډک زړونه ډيوې به مې ښېرې کړي مازيگر ته

بس خو دوه اړخونه گرانه ستا د يو تصوير وو

وړی چې چورت وم نظر يې د خير او شر ته

مينه د ښکلا خو تل د ظرف په اندازه وي

پس له شمعې هڅه پتنگ چرته کوي نمر ته

ته چې ملتفت شې هر يو در هم د تا در دی

اوگنې حيران يمه چې لاړ شمه کوم در ته

ځکه د اغيارو تراخه اورم ستا په مخکې

گوره که خواږه دې په نظر کې راشي چرته

سر به هېڅوک نه شي که ناجاڼه راته گوري

هم به دا وصال وي، هم به خير وي زما سرته

ستا دتصور له فيضه څه وايمه ښکليه

زه چې ستا په څېر شومه هر چاته شومه ورته

مينې دې حمزه ته څه هوښيار جنون ورکړی

نه کاندي تکل له کوره سمې ته هم غر ته