غزل کله لا داسې وخت هم په ما راشي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 کله لا داسې وخت هم په ما راشي چې مې ټوله شپه نسوار کولی ناست وی 02 بس داسې بې عنوانه فسانې مه جوړوه بې لوزه اشنا نورې بهانې مه جوړ وه 03 معلوم دی ښه و ماته ستا د سترگو تلونَ انداز پکې د تېرې زمانې مه جوړوه 04 دا سر شوې له ماښامه ولې شمعې په سلگو اوس ځانته خو پېغور د پروانې مه جوړوه 05 لږ شېخه د دستار او د تسپو دې غواړه خير رندانو سره تار د يارانې مه جوړ وه 06 ای ښکليه د ښکلا خو دې لږ ډېر بويه زکات قارون غوندې بې خرڅه خزانې مه جوړوه 07 ای ضبطه په لېمو خو يې لږ بويه عنايت دې تړمو تړمو اوښکو نه دانې مه جوړوه 08 حمزه چې اذانونه د يثرب دې واورېدل نور پام کوه بې کيفه ترانې مه جوړوه Dictionary meaning × Headword